تاند『جمعه د چنګاښ ـ سرطان ۱۳مه』روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړه، چې طالبانو سره په ګډه د امینت، ترهګرۍ او مخدره موادو پر ضد مبارزې برخه کې فرصتونه ویني.
باور دا دی چې روسیې دا ګام له افغانستان د موجودو امنیتي او ترهګریزو اندېښنو لپاره اخیستی دی.
غبرګونونه:
عمر داودزی روسیې ته:
کوتره له کوترې او باز له باز سره الوځي.
د جمهوري نظام دې پخواني لوړ پوړي چارواکي ویلي، روسیه د طـالبانو په رسمیت پېژندلو سره غواړي چې د سوریې په جګړې کې خپله سیاسي ناکامي له دې لارې جبران کړي. وايي، مسکو په ښکاره دې پرېکړې سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او مسکو فارمټ اصول مات کړل.
داودزی د طـالبانو په رسمیت پېژندل لویه تېروتنه او له نړیوالو اصولو څخه سرغړونه بولي.
ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی:
د روسیې له لوري د طـالبانو په رسمیت پېژندل د حیرانۍ وړ خبره نه ده. فایق ویلي، روسیې په تېرو دوه لسیزو کې د طـالبانو کلک ملاتړ کړی او د رسمیت پېژندلو مساله یې کومه د حیرانۍ وړ خبر نه ده. نوموړي زیاته کړې چې دا پرېکړه یوازې د طالبانو په ګټه ده او پر عامو افغانانو به اوږدمهاله اغېزې ولري.
پوهاند اسمعیل یون:
روسیې ممکن د امریکا په لارښوونه طـالبان په رسمیت پېژندلي وي، که داسې نه وي، نو ښايي دا کار د امریکا له سختو منفي غبرګونونو سره مخ شي او خپلې مرستې به هم ودروي.
هغه زیاتوي، روسیه او چین بیا دومره توان نه لري چې د مرستو په برخه کې د امریکا ځای ډک کړي.
پوهاند اسمعیل یون وړاندې لیکي: «د روسیې دا کار د اوسنیو واکمنو هغو مخالفینو ته هم یو سخت ګوزار دی چې لا هم د تېر ځل په شان په طمع دي چې د اوسنیو چارواکو او نړیوالو زبرځاکونو د سیاسي او پوځي ټکر له امله به یو ځل بیا د بای چانس په توګه واک ته ورسي».
د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي:
د مسکو له لوري د طـالبانو رسمیت پېژندنه په سیمه ییز کچه محدوده اغېزه لري.
هغه وایي، دا ځکه چې لا هم طـالبان د نړۍ مهمو لوبغاړو او د ملګرو ملتونو تر څنګ د نړیوالو بنسټونو لهخوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي.
د ملي امنیت پخوانی سلاکار ډاکټر سپنتا:
د روسیې له لوري د طـالبانو په رسمیت پېژندنه د افسوس وړ ده.
د مخکني جمهوري نظام دې لوړ پوړي غړي ویلي، تر هغې چې قوي مقاومت او مبارزه ونشي، نو د طـالبانو د رسمیت پېژندلو لړۍ به نورو هېوادونو ته هم وغځېږي. هغه ټینګار کړی چې نورو هېوادونو باندې باید فشار راشي، څو پر افغانستان واکمن په رسمیت ونه پېژني.
شاه محمود میاخېل:
تر څو چې یو حکومت ولسي مشروعیت او اعتبار ونه لري، که ټول هیوادونه یې هم په رسمیت وپیژني، څه ګټه نه لري.
هغه وړاندې لیکلي: «البته د طـالبانو حاکمې ډلې لپاره به د روسي لخوا رسمیت پیژندنه مهمه وي، خو د افغانستان د ستونزو لپاره د حل لار نشي پیدا کولی، بلکې هېواد به نور هم د سیمې او نړۍ په رقابتونو کې ښکیل شيې
میاخېل زیاتوي: «څومره چې افغانستان د سیمې او نړۍ تر منځ د رقابت او افراطیت ځاله ګرځي، په هماغومره اندازه افغانان لا نور هم له ستونزو سره مخامخ کیږي».
درنو لوستونکو ته سلامونه!
وروسته د ډاکتر نجیب د واکمني له پرځوله افغاني نومي ډلو ټپلو و نه شوی کولی، چې په افغانستان کې د واکمني په انتقال کې کوم رول ولوبوي، همدا علت وو، چې د امریکایي يرغل سره فردي لاسپوڅي پو ځای شول او د غلې کڅوړه ټولو په ګډه ونیوله. د غربیانو له ۳ تریلیونه ډالرو يوه ټنګه یا شانزاپلۍ د ملت په ګټه ونه لګېدله. له بده مرغه ننني تښتېدلي تکنو-یا سوټه کراتان د دونیا په هېڅ ګوټ کې په دې نه دي توانیدلي، چې سیاسي او یا مسلکي ډله د طالب په مقابل کې را منځ ته کړي، دوی پخپلو کې سره خوري او هېڅ افغان ورباندې باور نه لري. دغه پورته یادشوي کټه سري او دا نور هغه سپېره او ګنګسان دې لومړی افغان ملت ته خپله پوهه، د ګډ کار اصول او د افغانستان د ودې پروګرامونه وړاندې کړي، چې څه یې په ماغزو کې شته او که نه! په امریکایي اشغال کې خو دوی د کانکرېټي دیوالونو شاته پټ ول او له ملته یې ځانونه ژغورل، نو اوس په کومو سترګو دوی نظر ورکوي، لکه چې خبره بیا د (ازادي بیان!) ده. راځی ورته ووایو ځی یوه مړۍ ډوډۍ ځان ته حلاله کړی! د طالبانو په رسمیت پېژندنه صرف یوه سیاسي لوبه ده او بس، افغانان به تل لکه د بخورو نمیر پر بنسټ ساتل کېږي، مګر چې پخپله افعانان مټې راونغاړي او مملکت خودکفا کړي، چې ملت موړ او هوسا شي. ستاسو د بري په تمه!
عمر داودزی صاحب نه کوتره دی، نه باز دی. نه دې کوترې عصمت لري او نه د باز شهامت. دا جناب هغه لاشخور دی چې د ښکاري زمري له شا روان وي چی له هغه پاتي چولوت وخوري.
تیر شل کاله همدا کیسه وه، امريکا افغانستان ښکار کړی و، داوودزي ګانو له هغه پاتي چولوټ خوړل.
خو د رسميت پيژندلو خبر د دوی د بياځلي چولوټ خوړلو خوبونه ور خراب کړل.
د آخوندانو د تورو کڅوړ حمال
هههههه!
له بده مرغه وایی له نشتو مېړو ملک شو میرو !دامېروګان خو هرڅوک پېژنی دبیلګې په توګه:
شپږ نومی رنګین داد فر سپنتا دکرزی مکار مشاور
عمر داؤد زی دډیران چرګ هرچاته خاورې بادوی سیاسی ظرفیت نه لری
جلالی د پښتوژبې زوړ معلم خو دپوهنتون داستاد تر نوم لاندې هرچا سره مرکوته چمتو دی
دا ډله خیله ګان هسې خپلو نومونو ته غلط دی داهغه کاسه او کپړی دی چې ولس نور ورباندې باور نشی کولی!
هههه!
طالب چې د غوجلې په اداره یې سر نه خلاصیږی نو هغوی به مسکو مفلس ته به کومه ګټوره تګلارې وټاکی وایی له باران لاړ ناوې ته کښیناست!
روسان دوسان خپلې ګټې او وږی چین خپلې هلې ځلې لری . طالب باید له ولس مشروعیت واخلی. ماسکو او واشنګتن یې نشی سمولای. ملی ارزښتونو ته اهمیت قائل شی کار اهل کار ته وسپاری په دروغو حکومت نه کیږی!
رنګین خو دشعلې پولې او پیاوې غړی دی دا کرزی له کوم کتلاک دافغانستان دقضایاوو لپاره وموند؟
زموږ د سیمی په کچه ژئوپولټیکی فضاء ډیره پیچلی او مغلقه او په عین کی چین او روسئی ته د تشویش وړ ګرځیدلی ده بناءً د طالبانو سره د مسکو د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا هڅه باید درک شی.
د نن ورځی سړه جګړه د پرون ورځی سړې جګړې ته ورته ده خو پدې تفاوت چی د پرون ورځی سړه جګړی ایډیولوژیکه بڼه درلوده او د نن ورځی په سړه جګړه کی مذهبی عنصر ډیر دخیل دئ د پرون ورځی د کمونیزم او دیموکراسی تر منځ د ډغرو په نسبت.
د ۵۰ کلونو په اوږدو کی وضعیت په ډراماټیکه توګه بدلون موندلی دی ( د همدې نننی طالبانو پلرونو او حتی خپله نننی طالبانو د شوروی په وړاندی وسله واله توده جګړه او جګړی تر سره کړی دی خو نن ورځ دېته اړ کړل شوی دی چی د غرب لخوا روسئی ګټو او موجودیت ته د مدافع پتوګه سنګر ونیسی)
د غربی نړی په استخباراتو روزل شوی مذهبی عناصر ( القاعده – داعش ) د چین او روس په وړاندی د وسله والی مبارزی د تنظیم د پروژې یوه برخه ده چی البته طالبان د خپلی بقاء پخاطر مجبور دی چی د داعش په وړاندی ودریږی چی نتیجتاً روسیان او چینایان هم مجبور دی چی د غرب د ګوډاګیانو ( داعش ) مخه د طالب د برچې په اتکاء ونیسی.
السلام علیکم دا سیاسیون چی نن ورته د غرب دا بی مصرفه رسنی ورباتی دی بل کار یی نشته هغه متل دی درد هر جیز میرود ولی درد شکم نی دوی یوازی افغانان نه ټوله نړی یی ښه پیژنی دوی د ګیدړ ……دی نه خشاک تری جوړیږی اونه ډیران هغه متل دی وایی هندو ستړی خدای ناراضه هسی ځانونه ستړی کوی اخر به هم د ببرک کارمل او یا مشرف په سرنوشت اخته وی څوک به یی مړی هم په افغانستان کی نه پریږدی .