Homeخبرونهچین د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندو...

چین د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندو هرکلی وکړ

تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۱۳ مه) چین د جمعې په ورځ وویل چې د روسیې له خوا د طالبانو د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو هرکلی کوي، او ژمنه یې وکړه چې «د افغان ولس پر وړاندې به د دوستۍ پر بنسټ بهرنۍ تګلاره تعقیب کړي.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماو نینګ، وویل:
«لکه څنګه چې چین د افغانستان دودیز دوست ګاونډی دی، تل یې باور درلود چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې څخه جلا نه شي.»

طالبان چې د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته رسیدلي، تراوسه هیڅ هیواد په رسمی نه وو، پېژندلي.

هغوی له ډېرې مودې راهیسې د نړیوالو له لوري د رسمیت پېژندنې او پانګونې د ترلاسه کولو هڅه کوي.

چین که څه هم د طالبانو حکومت په رسمين نه دی پېژندلی، خو په پیکینګ کې یې د طالبانو سفیر منلی دی.

چین ویلي، طالبان باید د بشپړې ډیپلوماټیکې رسمیت پېژندنې د ترلاسه کولو لپاره سیاسي اصلاحات وکړي، امنیت ښه کړي، او له خپلو ګاونډیانو سره اړیکې اصلاح کړي.

خو ماو نینګ د جمعې په ورځ وویل:
«په افغانستان کې که هر ډول کورني او بهرني بدلونونه راغلي، د چین او افغانستان ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې هیڅکله هم نه دي پرې شوې.»

هغې زیاته کړه:
«د دواړو هېوادونو ډیپلوماټیکو ادارو په یو بل کې خپل عادي فعالیتونه روان ساتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره یې مثبت رول لوبولی دی.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...