افغانان، د سیمې هیوادونه او د نړۍ اکثره هیوادونه چې د افغانستان په مسایلو کې دخیل دي او یا تشویش لري، ټول په دې توافق لري چې موجوده وضعیت د افغانانو، سیمې او نړۍ په ګټه نه دی. افغانستان کې یو غیر مشروع ډله حاکمه ده، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي بیخونده ده، اکثره سفارتونه غیر فعال او ځینې چې فعال هم دي، د سفیرانو په میلمستونونو بدل شویدي. هر سفارت د افغانستان د ګټو په عوض، د یوې ډلې د ګټو لپاره کار کوي. ځینې دغه سفارتونه خو قومي، سمتي او ژبني مسایلو ته لمن هم وهي.
د افغانستان بانکي سیستم فلج او د افغانستان بانکي پشتیوانه کنګل ده. تجاران د مالونو په واردولو کې د لویو ستونځو سره مخامخ دي. د طالبانو حاکمه ډله د جمهوریت د وخت د مالي قوانینو په اساس د خلکو نه بیرحمانه مالیه، عشر او زکات ټولوي خو نه شفافیت په مصارفو کې شته او نه لازم خدمات خلکو ته عرضه کوي. د فقر کچه ورځې تر بلې زیاتیږي. تعلیمي نظام نه یوازې د نجونو لپاره بلکې د هلکانو لپاره هم د کمیت او کیفیت په اساس خراب شوې او د مدرسو جوړولو او بیا د جهادي مدرسو جوړول دوام لري.
د افغانانو اکثره سیاسیون او ډلې چې د بیلابیلو هیوادونو سره استخباراتي اړیکې لري او یا د هغوي نه خرچه اخلي، هم نشي کولې چې په زړو روایتونو او څیرو مشروع حکومت د جنګ او یا خبرو د لارې رامنځته کړي او نه جنګ د مسایلو د حل لار ده.
زما په اند، د افغانانو او افغانستان لپاره دا بدتر حالت دی او عاقبت د داسې حالت فقر، د افراطیت زیاتوالې، سمیه ایز او نړیوالو رقابتونو لپاره زمینه مساعدول او باالاخره جنګونه دي.
د سیمې او نړۍ رقابتونه هم په دې روستیو کلونو کې په بیړنۍ توګه د تغیر په حال کې دي ځکه پخواني دوستان سره دښمنان او پخواني دښمنان سره دوستانه اړیکې تنظمیوي او دنیا د څو قطبي خوا ته روانه ده.
د یو هیواد په رسمیت پیژندلو او مداخلې باندې، د افغانستان ستونځه نه حل کیږي بلکې نوو رقابتونو ته لار پرانیزي. که یو هیواد لکه روسیه او یا نور د طالبانو سره منفي دیپلوماتیک تعاملات که رسمي وي او یا غیر رسمي، د دې معنی نه لري چې هغوي د افغانستان د ګټو لپاره دا کار کوي او نه د هغوي لپاره د افغانانو ګټې مطرح دي.
په هر نوع تعامل کې که په ریښتیا د افغانانو ستونځې حل او ګټې په نظر کې ونیول شي، مخالفت پکار نه دی خو مشکل دا دی چې دغه منفي تعاملات د افغانستان د ګټو په خاطر نه دي او نه د افغانستان ستونځې حل کولې شي. د افغانستان ستونځې یوازې په هغه وخت کې حل کیدلې شي چې په افغانستان کې یو مشروع، قانونمند او ولسواکه حکومت رامنځته شي، د نفې او انحصار د قدرت سیاست نه وي او ټول افغانان د کار، ژوند او سیاست حق د قانون په چوکات کې ولري.
کله چې مونږ د مشروع او قانونمند حکومت خبره کوو دا په دې معنی نه ده چې سهامي حکومت دې جوړ شي او یا پخوانیو چارواکو ته سهم ورکړل شي بلکې د سیستم خبره کوو چې د سیستم په اساس هر څوک حق ولري.
اصلي مشکل دا دی چې لکه څنګه د سیمې او نړۍ ذیدخله هیوادونه د افغانستان په ورانولو او جنګونو کې رول درلود، همداسې دوی د افغانستان په جوړولو کې هم رول لوبولې شي او د دوی د رول نه په غیر دا هم ممکنه نه ده چې افغانان دې خپل مشکلات حل کړي ځکه دا باید ومنو چې افغانان د دې مهارت، ظرفیت، اعتماد او اراده نه لري چې خپلو کې سره کیني او خپل مشکلات پخپله حل کړي، نو که افغانان غواړي او که نه غواړي یو کتلست یا منځګړي ته اړتیا لري.
د سمیې او نړۍ ذیدخلو هیوادونو ته دا پکار ده په عوض د دې چې افغانستان د رقابتونو مرکز وګرځوي نو باید افغانستان د همکاری په مرکز بدل کړي. یو هیواد د بل هیواد په ضد په افغانستان کې فعالیت ونه کړي. که په افغانستان کې مشروع او قانونمند حکومت نه وي، افغانستان افغانانو ته، سیمې او هم د نړۍ ذیدخلو هیوادونو ته خطر دی او که په افغانستان کې مشروع او قانونمند حکومت وي نو بیا افغانستان هیچا خطر نه دی.
د نړۍ په کچه د طالبانو رسمیت پیژندلو لپاره اوږد مزل په مخه دی تر څو طالبانو حاکمه ډله منحیث حکومت د نړیوالې ټولنې برخه شي. لکه طالبان د تور لست نه وویستل او د ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ طالبانو ته ورکول د یو هیواد لخوا نشي تر سره کیدلې. د افغانستان بانکي سیستم یا سویفټ کود پرانیستل او کنګل شوي پيسې ورکول هم بله مسله ده. په دې بحث نه کوو چې ایا روسیه او نور هیوادونه چې د طالبانو سره منفي تعاملات لري، د دې جوګه دي چې د افغانستان سره پراخه هر اړخیزه مرستې کولې شي او که نه؟
کیدې شي چې ډیر نور هیوادونه هم طالبان په رسیمت وپیژني، یا د طالبانو او د هغوي د مخالفینو سره استخباراتي اړیکې ولري خو دا ډول منفي تعاملات د افغانستان مشکل حل کولې نشي. هر هغه پریکړه چې د افغانستان د ثبات لپاره ګټه ونه لري، هغه پریکړه هم د افغانانو لپاره اهمیت نه لري.
حیران و دې ته شم چې دا هر څه چې موږ وینو هم چې دغسې او هغسې روان دي او افغانان یو ځل بیا د جنګ د اور خشاک ګرځېږي نو دا مشران په ګډون د میاخېل صېب ولې لاس تر زنې ناست دي ، ولې عملي مبارزه نه کوي ، منم چې سرښندنه ، زندانونه ، وهل او ټکول به پکې راځي خو هېواد او خاوره هم خو هم ارزښت لري کنه ، نو باید د هېواد د سوکالۍ او هوساينې په خاطر دا هر څه وزغمو ، که موږ تل داسې و نورو ته سترګې په لار یو چې هغوی به راځي او وطن به را جوړوي ، په خدای که یې په پینځه زره کاله کې هم در جوړ کي ، هغوی یې یوازې ورانولو ته راځي
څه شول هغه ننګ او مېړانه د امان الله خان ، د ملالۍ ، د میرویس ، د احمد شاه بابا ، چې و موږ ته یې په هر شعر کې دغه مشران زمزمه کوي ، را پورته شئ کنه ،
یا وطن او یا کفن
تش یو بل ته د خبر په ورکولو خو هیڅ نه کېږي ، چې نن دا وشول او نن ها وشول
دا یو منل شوی حقیقت دی هغه څوک چی دبل په پښو ودریږی هغه ژر راپریوزی هغه څوک چی په خبلو پښو ودریږی هغه به همیش ولاړ وی تاسی د ایران او اسرایلو دولس ورځنی چګړه ولیده اسراییل چی سره د دومره قوت بیا هم د بل په پښو ولاړ دی که جګړه دولس ورځی نوره اوږده شوی وی او امریکا مداخله نه وه کړی او د الله رضا وه تابه لیدلی وه چی اسراییل به نن لکه د شوروی د اژدها په شان د ڼړی له نقشی ورک شوی وو . میا خیل صاحب هم د طالبانو سره دزړی او نه پخلاکیدونکی اډیالوژی له کبله هر څه جی امریکا مشروع و ګڼل هغی ته مشروع او که امریکا ورته نامشروع وویل هغه نامشروع دی بله داجی میاخیل صاحب ټول عمر د سوال په ډوډی عادت دی په سوال یاری نه کیږی جی مونږ به ټول عمر سوال ته ناست یو بله داچی تاسی په غرب کی ناست یاست له هغه ځایه هر څه په تورو عینکو کی درته تور ښکاری داکوم شان چی تاسی د افغانستان اقتصادی اوضاع تحلیل کوی لکه د ملل متحد او یو نما هغه مغرضانه راپورونه داسی هم نه ده هغه افراط او تفریط کوم چی ساسی په نظام کی وو اوس دهغی لس فیصده هم نشته افغانانو نیمه پیړی وروسته ایله په ارام سا واخسته د شپی د چاپو د ښځو او وړو بچو په مخکی د خلکو وژل بمباری او رنګ رنګ ظلمونو خلک خلاص شول طالبان هم باید دی رسمیت پیژندلو ته دومره هوا ورنکړی د خپل خالق د رضا دحصول په خاطر نور هم د هیواد د ابادولو او ملت مشروع غوښتنو ته مثبت جواب ورکړی د میا خیل صاحب نه د یو ورور په حیث دا غوښتنه کوم بس ده تاسی هم ډیره موده حکومت وکړو نور لږ ارام وکړی او په دی زهر جنو لیکلو نور ځان مه ستړی کوی دا د افغانانو درد نشی دوا کولای والسلام
وایی داغوایی حلال نه دی
موږ ورته کاسې نیسو!
خو خپل مو نظام نه دی
موږ ورته مجهوله برنامې نیسو
مولایانو بل ډول محاسبه کړې خداکشته په قربانی کې حسابوی دنیوکې زور او توان نه لری.
روسانو د عربی هېوادونو، اسلامی او ، ولسی مشروعیت ، ڼړیوالو بشری حقوقو خلاف په ډاګه قمار وواهه
دلته دڼړیوالو ستراتیژیک موقف، تګلاری، بین الدولی اړیکی،او سیمه ییزه راکړې ورکړې ډیر اهمیت لری.
دافغانستان زعامت دماسکو په څلور لاری کې پروت نه دی.
دافغانستان برخلیک سره امریکا دپاکستان په مشوره لوبه وکړه دغه لوبه اوسیاست سیاسی کچه او ظرفیت نه لری.
ددې ظرفیت ماهیت او مشعر د خلاصې ملا حماد ، فطرت او دلندن یوشمیر ڼړیوال شننونکی مننونکی یوورځ ع او بیا یوه ورځ غ نور هم کته راولی .
افغانستان ژرنده نده بلکې یو مېړنی ولس دی چې ددوحې دلاندی کتار پسونه یې تحمل کړل.
کابلوف خوساسری یو ماشوم دی چې دېپلوماسی باید زده کړی !
اوس کابلوف هغه خلیل زاد نه دی. او روسیه هغه امریکا نه ده او نه هغه افغانستان چې ښل کاله مخکې افغانستان وه.
کابلوف په طالبانو مین درې اهداف لری او له همدې کړکۍ ورته ګوری:
۱- ظاهرا طالبان دامریکې مخالف دی
۲- دمخدره موادو په نوم مبارزه
۳-دداعش په وړاندې مبارزه
نور کابلوف کومه اجندا نه لری
خو بهرنی سیاست کې روس ډیر احمقانه کار وکړ هغه داچې :
داسلامی هېوادونو په خلاف
دبشری حقوقو پر ضد
دعربی هېوادونو له تګلاری وتلی
دافغانستان دولس دمشروعیت خلاف
له شرمه ډکه خبره داده چې کومې اقدام دروس بزدل جسورانه دی ملا ذبیح خان؟
د شلومبو مچ کرزی خاموش دی دفرصت طلب دخرسانوًسره هم پټه کانی لری