شنبه, اکتوبر 5, 2024
Home+انګلیسي لیکوال، شاعر او فیلسوف کولرج

انګلیسي لیکوال، شاعر او فیلسوف کولرج

تاند- له نن څخه ۱۹۰ کاله پخوا د ۱۸۳۴ د جولای په ۵ مه د بریتانیا رومانتیک شاعر، ادیب، کره کتونکی او فیلسوف سامویل ټایلر کولرج (Samuel Taylor Coleridge) د ۶۱ کلونو په عمر مړ شو.

کولرج له خپل ملګري ویلیم وردوزورت سره په انګلیستان کې د رومانتیزم بنسټګر و. دوی په ګډه (Lyrical Ballads) اثر، چې رومانتیک غورځنګ یې پیل کړ، کښلی دی.

ده په ۱۸۱۷ کال خپل تر تولو مهم اثر (Biographia Literaria) ولیکه چې د نقد په برخه کې ډېر اغېزمن اثر دی.

ده په انګلیسي ژبه د جرمني د ایډیالیستي فلسفې په معرفي کولو کې مهمه برخه اخیستې.

کولرج له ذهني پریشانۍ او ژور خپګانه په تکلیف و او تر دې چې ده د خپل تکلیف د کمولو لپاره له تریاکو کار اخیست او بالاخره پرې روږدی شو.

 کولریج د ۱۷۷۲ د اکتوبر په ۲۱ مه د انګلنډ په ډونشایر کې زېږېدلی. پلار یې سامویل جان کولرج د کلیسا پادري او د کینګز ښوونځي سرښوونکی و.

د سامویل ټایلر کولرج اثار

  1. Lectures 1795 on Politics and Religion (1971);
  2. The Watchman (1970);
  3. Essays on his Times in the Morning Post and the Courier (1978) in 3 vols;
  4. The Friend (1969) in 2 vols;
  5. Lectures, 1808–1819, on Literature (1987) in 2 vols;
  6. Lay Sermons (1972);
  7. Biographia Literaria (1983) in 2 vols;
  8. Lectures 1818–1819 on the History of Philosophy (2000) in 2 vols;
  9. Aids to Reflection (1993);
  10. On the Constitution of the Church and State (1976);
  11. Shorter Works and Fragments (1995) in 2 vols;
  12. Marginalia (1980 and following) in 6 vols;
  13. Logic (1981);
  14. Table Talk (1990) in 2 vols;
  15. Opus Maximum (2002);
  16. Poetical Works (2001) in 6 vols (part 1 – Reading Edition in 2 vols; part 2 – Variorum Text in 2 vols; part 3 – Plays in 2 vols).

In addition, Coleridge’s letters are available in: The Collected Letters of Samuel Taylor Coleridge (1956–71), ed. Earl Leslie Griggs, 6 vols. (Oxford: Clarendon Press).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب