Homeخبرونهنوین الحق فرهاد دریا ته؛ ملي لوبغاړو پسې ریشخند لوچکي ده

نوین الحق فرهاد دریا ته؛ ملي لوبغاړو پسې ریشخند لوچکي ده

تاند(شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۳مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نوین الحق د فرهاد دریا وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی.

هغه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:
” هغسې شی مې نه لیده او دومره خوله‌ور مې نه لیده.
دا سړی فکر کوي د ولس ډیر نازولی او ورته ډیر محترم دی، په هره برخه کې یې خوله بې واکه شوي وي. متاسفانه چې کله کله د فیسبوک صفحې له آدرسه د کرکټ لوبغاړو په اړه ډیر سپک او تحقیرآمیزه پوسټونه کوي چې د وطن د ځینو اتلانو ښکاره سپکاوی پکې وي.”

نوین زیاته کړې چې، زمونږ هر لوبغاړی ددې وطن او ولس ریښتینی اتل او ستوری دی او په خبره طې هغوی پسې له ریشخند او پسخند ډک مطلبونه لیکل، له لوچکي پرته بل څه ندي.

هغه زیاته کړې: “په ښکاره ډول د وطن د استازو سپکاوی، نه نقد دی او نه هم درک، بلکې یوازې د خپل شخصیت څرګندونه ده.مهرباني وکړه! خپل مشخص کار سره کار لره”
دا دې اشرافو لوبه ده، منځ کې یې ښه نه ښکارې.”

د فرهاد دریا پوسټ د شرف الدین اشرف په تړاو دلته یې هو به هو را اخلم:

“زه بخښنه غواړم!زه فرهاد دریا د ټولو وطنوالو او کریکټ مینه‌والو نه بخښنه غواړم. پرون مې د کریکټ ځینو لوبغاړو په اړه لیکنه وکړه، خو دوستانو سخت ملامت کړم. که څه هم ما خپل دليلونه درلودل، خو ځينو دوستانو اړ کړم چې بخښنه وغواړم.

کیسه داسې ده چې یو زړه ته رانږدې ملګري زنګ ووهه او ډیر غصه او خفه وه. ويې ویل چې فرهاده، هسې درته ځان عدالت پوه او کریکټ چارو شنونکی ښکاري، ځه سندرې دې وایه ستا یی په کریکټ څه. ما وویل وه وروره، پوی نشوم چې ستا په خیټه ولې درد ده. ویې ویل چې ولې به درد نه وي؟ تا د کریکټ په لیجندانو او اتلانو نوم کې ولې زمونږ شرف‌الدین نوم هیر کړ؟ خیر ده چې شرف یو عاجزه انسان ده او واسطه نلري، خو خدای خو لري. که یې واسطه درلوده، اوس به د سونیل نارین په ځای کلکټه تیم کې لوبیده، که نیوزیلنډ کې وای اوس به د روندرا په ځای لوبیدلای. بس مونږ يو چې خپل د استعدادونو قدر نلرو.

د دې ملګري خبرو سخت ځانته ملامت کړم. نن په پوره هوش او حواس دا اعلان کوم که چیرې شرف‌الدین اشرف ملي تیم کې د دریو فارمتونو اوپنر او فِکس بالر نشي، کریکټ تر امر ثاني تحريم ده!

عدالت به کوو او ښه په نره به یې کوو. عدالت کوو او په لوړ سر به یې کوو. تاسو ووایاست، په دې مبارزه کې زما ترڅنګ درېږئ که نه؟

عدالت پوه فرهاد دریا
د کریکټ چارو شنونکی”

دریا تر دې وړاندې پر حشمت شهیدي هم د طنز په شکل نیوکه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب