Homeخبرونهد بلوچستان د ازادي پوځ وايي، په موټر بمي برید کې یې...

د بلوچستان د ازادي پوځ وايي، په موټر بمي برید کې یې د پاکستان ۳۰ پوځیان وژلي او لسګونه نور ټپیان کړي

تاند (شنبه، د جنګاښ/ سرطان ۱۳ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ، چې د بلوچستان د خپلوامۍ لپاره مبارزه کوي، ادعا کړې چې په انتحاري موټر بمي برید کې یې لسګونه پوځیان وژلي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ نن په ایکسپاڼه کې ویلي چې د بلوچستان په پانوان سیمه کې یې د پاکستان د ساحلي ګارډ پر کمپ شوې په برید کې لږترلږه ۳۰ پوځیان وژلي او لسګونه نور ژوبل کړي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ د برید ویدیو هم خپره کړې ده.

د پاکستان پوځ تراوسه پورې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب