تاند (شنبه، د چنګاښ ۱۴مه) د زابل ولایت د شاجوۍ ولسوالي اوسېدونکو په تېرو دوو کلونو کې د خپلو مالي مرستو په مټ د ۹ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړې دي.
د چارواکو په وینا، د دغو پروژو پر جوړولو شاوخوا ۳ میلیون افغانۍ لګول شوې، چې له امله یې نژدې ۱۵ زره زدهکوونکو ته د زدهکړو خوندي چاپېریال برابر شوی دی.
د شاجوۍ ولسوالۍ د پوهنې مدیر حبیب الرحمن شهید وویل، د سیمې خلکو د پوهنې د پراختیا لپاره د پام وړ همکاري کړې ده.
هغه زیاته کړه: «په تېرو دوو کلونو کې مو د خلکو په مالي ملاتړ د شاجوۍ ولسوالۍ د ۹ ښوونځیو لپاره د خښتو ودانۍ جوړې کړې، چې ټولټال ۳ میلیون افغانۍ پرې لګېدلې دي. خلکو د څښاک د پاکو اوبو او برېښنا په برابرولو کې هم مرسته کړې او که اړتیا وي، په راتلونکې کې هم همکارۍ ته چمتو دي.»
د زابل ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، اوس مهال په دغه ولایت کې ۱۶۰ ښوونځي فعال دي، چې له دې ډلې ۶۰ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري.
همداراز، دا مهال د زابل په ښوونځیو کې شاوخوا ۸۵ زره زدهکوونکي پر زدهکړو بوخت دي.
د نورو ولایتونو پرتله دا شمېر ښوونځي او د زده کوونکو شمېر خورا لږ دی.