Homeخبرونهملګري ملتونه: د مصنوعي ځیرکتیا بې‌ساری پرمختګ ښايي ناورینونه رامنځته کړي

ملګري ملتونه: د مصنوعي ځیرکتیا بې‌ساری پرمختګ ښايي ناورینونه رامنځته کړي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۳ مه) د ملګرو ملتونو یوې خپلواکې علمي کمېټې خبرداری ورکړی چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د پرمختګ چټکتیا د ساینسپوهانو او حکومتونو د درک او مدیریت له وړتیا لوړه شوې، او له همدې امله هېڅ تضمین نشته چې دا ټکنالوژي به په راتلونکي کې د ناورین تر حده د زیانونو سبب نه شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا د مصنوعي ځیرکتیا د فرصتونو او ګواښونو په اړه د نړۍ لومړنۍ خپلواکه ارزونه ده.

د راپور له مخې، پالیسي جوړونکي د اغېزمنو مقرراتو لپاره علمي شواهدو ته اړتیا لري، خو څېړنې او علمي پوهه د مصنوعي ځیرکتیا له چټک پرمختګ سره هم‌مهاله نه دي.

د دې کمېټې ګډ مشر یوشوا بنجیو ویلي، داسې شواهد پر زیاتېدو دي چې د مصنوعي ځیرکتیا ځینې سیسټمونه غولوونکی چلند کوي. د هغه په وینا، اوسنۍ علمي پوهه دا تضمین نه شي ورکولای چې د دغو سیسټمونو د وړتیاوو له زیاتېدو سره به انسانان پر هغوی خپل کنټرول له لاسه ور نه کړي یا به ناوړه کسان ترې ناوړه ګټه وانخلي.

په راپور کې اټکل شوی چې په نژدې راتلونکي کې به هغه «عامل‌محوره» مصنوعي ځیرکتیايي سیسټمونه، چې په خپلواکه توګه د واقعي نړۍ پېچلې دندې ترسره کولای شي، په چټکۍ سره پراخ شي.

راپور زیاتوي، په اوږدمهال کې به د ځان د ښه کولو وړ (هغه چې په خپله ځان ته وده ورکولی شي) مصنوعي ځیرکتیا له کوانټمي کمپیوټرونو او بیولوژیکي ټکنالوژۍ سره یوځای شي او په نړیوال اقتصاد کې به لا مهم رول ولوبوي، خو لا هم څرګنده نه ده چې دا پرمختګونه به پر کارموندنې، تولید او اقتصادي ودې څه اغېز ولري.

په راپور کې دا خبرداری هم ورکړل شوی چې مصنوعي ځیرکتیا د ناسمو معلوماتو د خپرولو، درغلیو، سایبري بریدونو او حتی د بیولوژیکي ګواښونو لپاره کارېدلی شي، او ډېری هېوادونه لا هم د پرمختللو AI سیسټمونو د ارزونې او څارنې لازم ظرفیت نه لري.

د رویټرز پر اساس، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش له حکومتونو غوښتي چې ژر تر ژره د مصنوعي ځیرکتیا د اغېزمنې څارنې او تنظیم لپاره مناسب چوکاټونه جوړ کړي.

هغه ټینګار کړی: «که نړۍ یوه ټکنالوژي په سمه توګه درک نه کړي، نو په اغېزمن ډول یې هم نه شي اداره کولای.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب