Homeخبرونهپه شمالي وزیرستان کې د دوو ورځو په مخه ګرځیندیز ولګول شو

په شمالي وزیرستان کې د دوو ورځو په مخه ګرځیندیز ولګول شو

تاند (شنبه، د چنګاښ ۱۴مه) د خیبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان ولسوالۍ سیمه‌ییزې ادارې د امنیتي وضعیت د خرابوالي له کبله د دوو ورځو لپاره ګرځبندیز (کرفیو) اعلان کړی دی.

د شمالي وزیرستان ولسوال (ډپټي کمېشنر) سمیع الله خان په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د چنګاښ په ۱۴مه او ۱۵مه (د جولای ۴ او ۵) به په ټوله ولسوالۍ کې ګرځبندیز نافذ وي.

د خبرپاڼې له مخې، ه یادو دوو ورځو کې به د سهار له ۵ بجو څخه د ماښام تر ۷ بجو د خلکو پر تګ راتګ بندیز وي.

ځایي ادارې ویلي، په ټوله ولسوالۍ کې امنیتي تدابیر نور هم سخت شوي، څو د هر ډول ناوړه پېښې مخه ونیول شي.

د شمالي وزیرستان ولسوال له خلکو غوښتي چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د ګرځبندیز په ساعتونو کې له بېړنۍ اړتیا پرته له خپلو کورونو ونه وځي.

د سیمې د ادارې په وینا، دغه پرېکړه د امنیتي اندېښنو او په سیمه کې د تلپاتې سولې او نظم د ټینګښت لپاره شوې ده. چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې د حکومتي لارښوونو درناوی وکړي، څو د امنیت او عامه نظم په ساتلو کې مرسته وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب