Home+د دوبي په ګرمو ورځو کې خپل موبایل څنګه خوندي وساتو؟

د دوبي په ګرمو ورځو کې خپل موبایل څنګه خوندي وساتو؟

تاند (یکشنبه، د چنګاښ ۱۴مه) – د دوبي سختې ګرمۍ نه یوازې د انسانانو روغتیا ګواښي، بلکې ګرځنده ټیلیفونونو او نورو برېښنايي وسایلو ته هم جدي زیان رسولای شي. لوړه تودوخه د موبایل فعالیت کموي، بیټرۍ زیانمنوي او آن ځینې وختونه وسیله د ځان د ساتنې لپاره په موقتي ډول بندېږي.

دلته څو مهمې سپارښتنې دي چې په تودو ورځو کې ستاسو د موبایل او نورو برېښنايي وسایلو په خوندي ساتلو کې مرسته کوي:

موبایل له ډېرې تودوخې وساتئ

که موبایل ډېر ګرم شي، هیڅکله یې په یخچال یا فریزر کې مه ږدئ، ځکه د تودوخې ناڅاپي بدلون د وسیلې دننه رطوبت جوړوي او د تل لپاره یې خرابولای شي.

د موبایل د یخولو لپاره یوه یخه کڅوړه یا منجمد توکي په تولیه (دستمال) کې ونغاړئ او موبایل د لنډ وخت لپاره پرې کېږدئ. دا کار په لنډو وقفو کې تکرار کړئ تر څو د وسیلې تودوخه عادي حالت ته راوګرځي.

همداراز، موبایل او نور برېښنايي وسایل هېڅکله په موټر، د موټر په ډشبورډ یا د لمر تر مستقیمو وړانګو لاندې مه پرېږدئ، ځکه هلته تودوخه د بیټرۍ او نورو برخو د خرابېدو سبب کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب