Homeخبرونهڅېړنه: د زړه د حملو او فلجونو ۹۹ ٪ پېښې له څلورو...

څېړنه: د زړه د حملو او فلجونو ۹۹ ٪ پېښې له څلورو خطري فکتورونو سره تړاو لري

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۰ مه) یوه ستره څېړنه ښيي چې د زړه حملې او فلجونه په ډېرو مواردو کې له مخکیني خبرداري پرته نه رامنځته کېږي.

څېړونکو د جنوبي کوریا او متحدوایالتونو د څه باندې ۹ میلیونه بالغو کسانو د روغتیايي معلوماتو له ارزونې وروسته، موندلې چې نژدې هر هغه څوک چې د زړه په ناروغۍ اخته کېږي او د زړه یا رګونو له جدي پېښې سره مخامخ کېږي، له دې مخکې یې لږ تر لږه یو له څلورو مهمو خطري فکتورونو څخه درلود.

په دغو فکتورونو کې د وینې لوړ فشار، لوړ کولېسټرول، د وینې د شکر لوړه کچه او د تنباکو استعمال (اوسنی یا پخوانی) شامل دي.

د ۲۰۲۵ کال په دې اوږدمهاله څېړنه کې څرګنده شوې چې د زړه او رګونو د ټولو جدي پېښو ۹۹ سلنه له همدې څلورو فکتورونو سره تړاو لري.

حتی له ۶۰ کلونو څخه د کم عمر لرونکو ښځو په ډله کې، چې د زړه د ناروغیو تر ټولو ټیټ خطر لري، له ۹۵ سلنې څخه زیاتې د زړه حملې او فلجونه له دغو خطري فکتورونو سره تړلي وو.

د وینې لوړ فشار د خطر تر ټولو مهم فکتور

څېړنې وښودله چې د وینې لوړ فشار د زړه او رګونو له جدي پېښو سره تر ټولو ډېر تړاو لري.

په متحدو ایالتونو او جنوبي کوریا دواړو کې، له ۹۳ سلنې څخه ډېرو هغو کسانو چې د زړه حمله، فلج یا د زړه ناکامي تجربه کړې وه، مخکې له مخکې د وینې لوړ فشار درلود.

له همدې امله، څېړونکي وایي چې د وینې د فشار کنټرول کولای شي په راتلونکي کې د زړه د جدي ناروغیو د مخنیوي لپاره مهم رول ولوبوي.

د دې څېړنې مشر او د زړه متخصص فلیپ ګرینلنډ ویلي:

«موږ باور لرو چې دا څېړنه په ډېر قانع کوونکي ډول ښيي چې د زړه او رګونو له دغو جدي پېښو مخکې د یو یا څو بدلون موندونکو خطري فکتورونو موجودیت کابو سل سلنه وي.»

هغه زیاته کړه چې اوس باید تمرکز د همدغو خطري فکتورونو پر کنټرول وشي، نه پر هغو عواملو چې درملنه یې ستونزمنه وي او مستقیم علت نه ګڼل کېږي.

د پخوانیو ادعاوو ننګونه

څېړونکو ویلي چې د دوی موندنې هغه وروستۍ ادعاوې تر پوښتنې لاندې راولي چې ګواکې د زړه حملې او فلجونه په هغو کسانو کې مخ په زیاتېدو دي چې هېڅ خطري فکتور نه لري.

د دوی په باور، ښايي په پخوانیو څېړنو کې ځینې ناروغۍ تشخیص شوې نه وي او یا هم د خطر د فکتورونو کچې د کلینیکي تشخیص تر حد ټیټې پاتې شوې وي.

د دې څېړنې په تړاو په یوه جلا مقاله کې د ډیوک پوهنتون د زړه متخصصې نیها پاګیدیپتي لیکلي چې پایلې ښيي چې د روغتیايي خطرونو مخنیوی تر دې وړاندې چې د ژوند ګواښوونکو ناروغیو سبب شي، څومره مهم دی.

هغې لیکلي:

«موږ کولای شو او باید تر دې ډېر ښه کار وکړو.»

د زړه د حملو نور عوامل، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره

دا موندنې له نورو وروستیو څېړنو سره همغږي لري چې ښيي ښايي د زړه د حملو ځینې نور سببونه، په ځانګړي ډول په خوانانو کې، تر اټکل کم ارزول شوي وي.

د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د امریکا د مایو کلینیک څېړونکو له ۶۵ کلونو څخه د کم عمر لرونکو کسانو د زړه حملو ۱,۴۷۴ پېښې وڅېړلې چې د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ ثبت شوې وې.

د طبي اسنادو او تصویري معایناتو له ارزونې وروسته، دوی د هرې پېښې اصلي لامل مشخص کړ.

په دودیز ډول د زړه ډېری حملې د رګونو د بندېدو او د وینې د ټپونو له امله بلل کېږي، خو نوې موندنې ښيي چې په ښځو کې تر نیمایي ډېرې د زړه حملې د همدې دودیز عامل له کبله نه وې.

د نارینه وو په منځ کې ۷۵ سلنه د زړه حملې د رګونو د بندېدو له امله وې، خو په ښځو کې دا کچه یوازې ۴۷ سلنه وه.

په ښځو کې د زړه د حملې ځانګړي علتونه

څېړنې وموندله چې په ښځو کې د زړه د حملو ۳۴ سلنه پېښې د اکسیجن د اړتیا او رسولو ترمنځ د عدم توازن له امله رامنځته شوې وې؛ داسې حالت چې د وینې کمښت (انیمیا)، انتانات او نورې ناروغۍ یې سبب کېدای شي.

سربېره پر دې، د زړه د حملو په نورو مهمو علتونو کې د زړه د رګونو ناڅاپي څېرېدل (SCAD) او د بدن له نورو برخو څخه د وینې د ټپونو انتقال شامل وو.

د زړه متخصصې کلیر رافایل ویلي:

«دې څېړنې هغو لاملونو ته پام اړولی چې په تاریخي ډول، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره، تر ډېره له پامه غورځول شوي وو.»

هغې زیاته کړه:

«کله چې د زړه د حملې اصلي علت په سمه توګه ونه پېژندل شي، دا کار د کم اغېزمنو یا حتی زیانمنو درملنو سبب کېدای شي. د دې پوهېدل چې ولې د زړه حمله رامنځته شوې، د هغې د درملنې په اندازه مهم دي. دا د رغېدو او بیا تکرار ترمنځ توپیر رامنځته کولای شي.»

د فلیپ ګرینلنډ او د هغه د همکارانو څېړنه د امریکا د زړه د ناروغیو د کالج په ژورنال کې خپره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب