Home+د افغانستان اوسنی وضعیت او د ګاونډیانو دوه‌مخیز سیاست!!!

د افغانستان اوسنی وضعیت او د ګاونډیانو دوه‌مخیز سیاست!!!

سردارولی الکوزې

تاریخ یوازې د تېرو پېښو روایت نه دی، بلکې د راتلونکې لپاره یو لوی درس هم دی. که ملتونه له خپل تاریخه زده کړه ونه کړي، نو تېروتنې یې بیا بیا تکرارېږي. له همدې امله د افغانستان د وروستیو څو لسیزو تاریخ یادول، په ځانګړي ډول د نوي نسل لپاره، خورا مهم دي.

 

د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال بېلابېل سیاسي جریانونه راڅرګند شول. زما په اند، د افغانستان د اوږدمهالې بې‌ثباتۍ بنسټ هم له همدې دورې څخه کېښودل شو. په هغه وخت کې دوه ستر سیاسي جریانونه ډېر اغېزمن وو. یو نهضت اسلامي و، چې د مصر، ځینو عربي هېوادونو، ایران او پاکستان له فکري او سیاسي اغېزو برخمن و، او بل د خلق دموکراتیک ګوند و، چې له شوروي اتحاد او هند سره یې نږدې اړیکې لرلې.

 

د وخت په تېرېدو دواړه لوري په خپلو منځونو کې ووېشل شول. د خلق دموکراتیک ګوند په «خلق» او «پرچم» تقسیم شو، او نهضت اسلامي هم په بېلابېلو تنظیمونو لکه حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، حرکت اسلامي، وحدت اسلامي، محاذ اسلامي او نورو ډلو ووېشل شو. دا سیاسي اختلافونه وروسته د هېواد پر برخلیک ژور اغېز وکړ.

 

که څه هم د خلق او پرچم د حکومتونو پر مهال ډېرې سیاسي تېروتنې او سختۍ موجودې وې، خو دولتي بنسټونه، ملي ادارې او د هېواد اساسي زېربناوې تر ډېره خوندي پاتې وې. د خلکو د ژوند ډېری اړینې اسانتیاوې موجودې وې، او د دولت جوړښت خپل ځای درلود.

 

خو کله چې مجاهدین د لوېدیځ او ځینو ګاونډیو هېوادونو په ملاتړ واک ته ورسېدل، نو د ګډ حکومت پر ځای د واک پر سر خپلمنځي جګړې پیل شوې. د شخصي قدرت، ګوندي سیالیو او سیاسي اختلافاتو له امله کابل او د هېواد نورې سیمې په سختو جګړو کې ښکېلې شوې. زرګونه هېوادوال ووژل شول، میلیونونه کډوال شول او د افغانستان ډېرې مادي او معنوي شتمنۍ له منځه ولاړې. هغه جګړه چې د آزادۍ او اسلامي نظام په نوم پیل شوې وه، په پای کې د واک او نفوذ پر جګړه بدله شوه، او د دې ټولو ستر زیان افغان ولس ته ورسېد.

 

له هغه وخته تر نن ورځې پورې د افغانستان تاریخ زموږ د ټولو په وړاندې پروت دی. هر افغان د دې پېښو شاهد دی او اړتیا نشته چې د ټولو جزئیاتو بیا یادونه وشي.

 

خو که د نن ورځې وضعیت ته وګورو، یو بل تریخ حقیقت هم تر سترګو کېږي. پرون چې طالبان د جمهوري نظام پر ضد جګړه کوله، ځینو ګاونډیو هېوادونو هغوی ته پناه، امکانات او ملاتړ برابرول. نن چې طالبان په واک کې دي، هماغه هېوادونه د جمهوري نظام ځینو پخوانیو چارواکو او مخالفینو ته ځای او ملاتړ ورکوي، او په عین وخت کې له اوسني حکومت سره هم خپلې اړیکې ساتي. دا څرګندوي چې د سیمې ډېر هېوادونه د افغانستان پر وړاندې خپلې ملي ګټې تعقیبوي، نه د افغان ولس ګټې.

 

نن ایران د افغانستان د اوسني حکومت له ځینو مخالفینو سره اړیکې ساتي او هغوی ته د فعالیت زمینه برابروي، خو له بلې خوا له حکومت سره هم خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې دوامداره ساتي. پاکستان هم له کلونو راهیسې د افغانستان په سیاسي او امنیتي معادلو کې خپل رول لوبولی او د بېلابېلو لورو ملاتړ یې کړی دی. د دغو سیاستونو پایله دا ده چې افغانان د یو بل پر وړاندې درېږي او جګړه دوام پیدا کوي.

 

له همدې امله باید له خپل تاریخه یو مهم درس واخلو. تر هغه چې افغانان ملي یووالي، ملي مشارکت، ملي پوهاوي او د یوه قوي او بې‌طرفه ملي دولت د جوړولو لپاره ګډ کار ونه کړي، د بهرنیو لاسوهنو مخنیوی به ستونزمن وي. هر ځل به یو نوی بحران رامنځته کېږي، یوه جګړه به ختمېږي او بله به پیل شي، خو قرباني به بیا هم افغان ولس وي.

 

افغانستان د پردیو د سیالیو ډګر نه، بلکې د افغانانو ګډ کور دی. د دې خاورې د ژغورلو یوازینۍ لار دا ده چې موږ خپل اختلافونه د خبرو، زغم او ملي تفاهم له لارې حل کړو او د خپلو ملي ګټو ساتنه تر هر څه لومړیتوب وګرځوو.

 

تاریخ موږ ته دا درس راکوي چې هر هغه ملت چې په خپل منځ کې متحد وي، د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې قوي درېږي؛ خو هغه ملت چې اختلافات یې د پردیو په لاس وسیله شي، تل به د جګړو او کړاوونو قرباني وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب