دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeدا هم ولولئد امریکا د خپلواکۍ ورځ

د امریکا د خپلواکۍ ورځ

له نن څخه ۲۴۸ کاله پخوا د ۱۸۷۶ م کال د جولای په څلورمه (د سرطان ۱۴ مه- ځینې کلونه فرق کوي)د اساسي قانون د دوهم کانګریس له لوري د امریکا متحدو ایالتونو د خپلواکۍ اعلامیه تصویب شوه.

دا ورځ په امریکا کې د خپلواکۍ د ورځې په توګه نمانځل کېږي.

په ۱۷۷۶ میلادي کې د امریکا د ۱۳ مستعمره ایالتونو استازو له انګریزانو څخه د خپلواکۍ تاریخي اعلامیه تائید کړه. وروسته بیا همدا ۱۳ ایالتونه د امریکا متحد ایالتونه شول.

له ۱۹۴۱ راهیسې د جولاۍ څلورمه د امریکا په متحدو ایالتونو کې عمومي رخصتي وي. امریکایان په میلو او خوشحالیو د خپلواکۍ ورځ نمانځي.

د امریکا په ډېرو ښارونو کې د خپلواکۍ په ورځ جشنونه، پریډونه او اور لوبې کیږي.

د امریکا «بنسټ ایښوونکو پلرونو» د خپلواکۍ په اعلامیه کې لیکلي: «موږ دا حقایق منو چې ټول انسان برابر پیدا شوي‌ دي، دوی ته خالق ځینې داسې حقونه ورکړي چې انکار ترې نه شي کېدای، په دغو حقونو کې ژوند، ازادي او د خوشحالۍ لټون شامل دي.»

هغه وخت ښځې له نارینه وو سره برابرې نه ګڼل کېدې او د دې اعلامیې اکثریت لاسلیک کوونکو غلامان لرل او دا غلامان یې برابر نه ګڼل او نه هم دا حقونه ورکول کېدل.

په امریکا کې لا هم ځینې جنسیتي او نژادي توپېرونه شته.

د ۱۸۶۲کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه د کورنۍ جګړې په درېیم کال د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ابراهم لینکن د مریانو د ازادۍ اعلامیه لاسلیک کړه چې په کې د ۱۸۶۳کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه د ټولو مریانو د ازادیدو حکم شوی و.

له دې اعلامیې څخه دوه نیم کاله وروسته په ۱۸۶۵ کې د تکزاس په ګاویستن کې یو ډله تورپوستو مریانو ته خبر ورکړل شو چې تاسې نور ازاد یاست. دغه رخصتي د هماغې ورځې د نمانځې لپاره رامنځ ته کیږي.

د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن د (۲۰۲۰) د جون په ۱۷ د یو فرمان په لاسلیک کولو سره په متحده ایالاتو کې د مرییتوب د پای ورځ د دولتي رخصتۍ په توګه اعلان کړه.

 د ۱۸۸۴ د جولای په ۴ مه فرانسې د ازادۍ مجسمه د امریکا متحدو ایالتونو ته په پاریس کې ډالۍ کړه. دا مجسمه نیویارک ته یووړل شوه او ترلاوسه پورې د نیویارک په منهاټن کې ولاړه ده. دا مجسمه د امریکا د ازادۍ سمبول ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب