تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۳ مه) د تورخم سوداګرو، ګمرکي تصفیهکوونکو او ترانسپورتي شرکتونو د سوداګرۍ پر مخ د تورخم د لارې د تړل کېدو پر دوام اندېښنه څرګنده کړې ده.
دوی خبرداری ورکړی چې که د پاکستان حکومت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوهاړخیزې سوداګرۍ لپاره تورخم ژر پرا نه نیزي، نو د پېښور – تورخم لویه لاره به د نامعلومې مودې لپاره بنده کړي.
په خیبرپښتونخوا کې د خصوصي سکتور استازي وايي، له افغانستان سره د لارو بندېدو سوداګرو ته د میلیونونو روپیو زیان اړولی او هره ورځ یې د شاوخوا ۲.۵ میلیون ډالرو صادرات او د ۵۴۰ میلیون روپیو واردات درولي دي.
دوی له پاکستاني حکومته غوښتي چې له افغانستان سره سرحدي او امنیتي اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي او د تورخم له لارې سوداګري راکړه ورکړه او تګ راتګ ژر تر ژره بېرته پیل کړي.