Homeخبرونهامریکا په منځني ختیځ کې د خپلو پوځي اډو ستراتیژي بیا ارزوي

امریکا په منځني ختیځ کې د خپلو پوځي اډو ستراتیژي بیا ارزوي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۳مه) د ایران له لوري د وروستیو نښتو په ترڅ کې د امریکا پر پوځي اډو د توغندويي او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو، پنټاګون اړ کړی چې په منځني ختیځ کې د ځواکونو د ځای پر ځای کولو لپاره د اډو د جوړولو خپله پخوانۍ ستراتیژي له سره وارزوي.

د فاکس نیوز او وال سټریټ ژورنال د راپورونو له مخې، امریکايي دفاعي چارواکي پر دې غور کوي چې د جنګي او قوماندې وړتیاوو یوه برخه له سترو او دایمي اډو څخه کوچنیو او په بېلابېلو سیمو کې پرتو مرکزونو ته ولېږدوي. د دې اقدام موخه دا ده چې د پراخو بریدونو په مهال پر امریکايي پوځي تاسیساتو د درنو زیانونو احتمال کم شي.

د خلیج په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو شبکه له لسیزو راهیسې په منځني ختیځ کې د واشنګټن د پوځي حضور اصلي بنسټ ګڼل کېږي. دغو اډو امریکا ته دا توان ورکړی چې د بحرانونو په وړاندې چټک غبرګون وښيي، د سمندري لارو امنیت وساتي، د عربي متحدانو ملاتړ وکړي او د داعش او القاعدې په څېر ډلو پر ضد عملیات وکړي.

خو د ایران د توغندو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو د وړتیاوو له زیاتېدو سره، په څو لویو اډو کې د ځواکونو او تجهیزاتو تمرکز د امریکا لپاره د ضعف په ټکي بدل شوی دی.

د «حماسي قهر» په نوم عملیاتو کې ایران د امریکا څو مهمې پوځي اډې په مستقیم ډول په نښه کړې، چې په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواک د پنځمې بېړۍ قوماندانۍ، په قطر کې د العدید هوايي اډه، په متحده عربي اماراتو کې د الظفره هوايي اډه او په کوېت کې د علي السالم هوايي اډه پکې شاملې وې.

که څه هم د امریکا او متحدانو هوايي دفاعي سیسټمونو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو ډېره برخه شنډه کړه، خو دغو بریدونو وښوده چې د خلیج په سیمه کې د امریکا نژدې ټولو مهمو عملیاتي مرکزونو ته د ایران توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې رسېدای شي.

متقاعد سمندري اډمیرال مارک مونټګومري فاکس نیوز ته ویلي، امریکايي پوځ له اوسه د قوماندې او کنټرول د بدیلو مرکزونو کارول زیات کړي او د ځواکونو او تجهیزاتو یوه برخه یې په نوبتي ډول په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب