تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۳ مه) پاکستاني رسنیو د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د ایستلو بهیر د تورخم له لارې چټک شوی او اوس هره ورځ کابو ۶ زره کسان افغانستان ته ستنېږي.
د افغان کډوالو د ایستلو بهیر وروسته له هغه چټک شو چې د پاکستان حکومت پرېکړه وکړه چې بې وېزې افغانان باید ونیول شي او وایستل شي.
د راپور له مخې، د پاکستان د ملي ثبت او احوال ادارې (نادرا) د نوم ثبتولو څانګې ته د ورځنیو مراجعه کوونکو شمېر له شاوخوا ۶۰۰ تر ۷۰۰ کسانو څخه ۱۲۰۰ تر ۱۳۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.
پاکستاني چارواکي وايي، د هرې کورنۍ سرپرست معمولاً له څو ماشومانو سره په لنډي کوتل کې د حمزه بابا ترانزیتي مرکز ته ورځي، ځکه نو د ثبت شویو کسانو پرتله د بېرته ستنېدونکو حقیقي شمېر ډېر لوړ دی.
د چارواکو په وینا، د تورخم له لارې افغانستان ته د ورځنیو ستنېدونکو شمېر، چې مخکې له ۳۵۰۰ تر ۴ زره کسانو وو، اوس کابو ۶ زره ته رسېدلی او ښايي په راتلونکو ورځو کې نور هم زیات شي.
دوی زیاتوي، د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او ایستلو روانو عملیاتو ګڼ شمېر کډوال دې ته اړ کړي چې له نیول کېدو مخکې په خپله له پاکستانه ووځي. همداراز د ځینو کډوالو نیول او ایستل د دې سبب شوي چې د هغوی د کورنیو نور غړي هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.
پاکستاني پولیسو د کډوالو د لېږد لپاره نوی میکانیزم هم عملي کړی دی. د دې طرحې له مخې، ټول افغان اتباع به له نوم ثبتولو او د هویت له تثبیتولو وروسته په رسمي بسونو کې تر تورخم پورې رسول کېږي، څو بېرته د پاکستان ښارونو ته د هغوی د ستنېدو مخه ونیول شي.