دوشنبه, مې 6, 2024
Home+په بغلان پوهنتون کې د چونغر جریدې خپراوی پیل شو

په بغلان پوهنتون کې د چونغر جریدې خپراوی پیل شو

په لویه کې خپرندویه ارګانونه د افکارو او نظریاتو د تبادلې او پیغام رسولو په برخه کې بنسټيزه ونډه لري او د تاریخ په اوږدو کې یې د همفکرو تر منځ د اړیکو د ټینګولو او د مفکورو د بیان ستر مسوولیت تر سره کړی دی او د همدې خپروندویو ارګانونو په مرسته یو شمیر ادبي او هنري څېرې د اثارو پنځونې او د پښتو ادب د ودې په برخه کې کار ته ژمن شوي چې له امله د نیکه بخته پښتو ژبې او ادب تر ډېره پورې وده کړې ده.

 چونغر جریده  چې د بغلان پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګه یې د امتیاز خاوند او مسؤل مُدیر یې د همدې پوهنځي د څلورم کال محصل نورګل اندړوال دی په هرو پنځه لس ورځو کې چاپ او د سرمقالې سربیره پکې شعر، لنډې کیسې، ادبي راپورتاژونه، ټولنیز مطالب، ژباړې، خاطرې، یونلیکونه او په ټوله کې د پښتو ادب په اړه معلومات خپروي.

د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د پښتو څانګې دوهمه جریده حجاب نومیږي چې د دې څانګې ښځينه محصلانې یې مخ ته وړي او هغه جریده هم د چونغر په څېر ورته مطالب خپروي.

د پښتو څانګې د ښځینه او نارینه زده کوونکو تر منځ په نشراتي برخه کې د سالمې ادبي سیالۍ رامنځته کول، د پښتو څانګې او ادب د زده کوونکو تر منځ لا غوره ادبي اشنايي او د لیکوالۍ یا شعر د نقد مهارتونو پیاوړي کول، دا چې د ادب د یوه فارغ د کاري ساحې ستره برخه په خپرونو او نشراتو پورې تړلې ده، نو اړینه ده چې سره له اوسه د خپرونو د چمتو کولو، چاپ او همدارنګه د خپراوي او اېډېټ سره پړاوونو سره اشنا شي،محصلانو ته د خپرونو د نشراتي برخو د مدیریت سپارل، څو راتلونکي کې د رسنیو مُدیریت ته چمتو شي او په ټوله کې د ادبي او فرهنګي چوپړ لپاره  استعدادونو ته د ادبیاتو د پرمختګ په موخه د زمینې برابرول د چونغر جریدې موخې دي.

د بغلان پوهنتون استاد او لیکوال پوهنمل ګل رحمان رحماني وايي، چې د چونغر او حجاب په نومونو د جریدو د فعالیت پیل به د پښتو څانګې هغه هیله او لرلید بشپړ کړي چې د زده کوونکو د مسلکي ودې لپاره یې ټاکلی  او تمه لري چې محصلان به یې په راتلونکي کې نور د پښتو ادبیاتو د خدمت جوګه وګرځي.

درنښت

د جریدې چلوونکې ډله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب