Homeخبرونهکابل کې ځانمرګی برید؛ د ۱۹زده کوونکو وژل کیدل او ۲۷نورو ټپي...

کابل کې ځانمرګی برید؛ د ۱۹زده کوونکو وژل کیدل او ۲۷نورو ټپي کیدل تایید شول

تاند:(جمعه ،د ميزان ۸مه)‏د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي،چې د کابل ښار په لویدیځ کې د کاج په نوم پر ښوونيز مرکز ترسره شوي ننني ځانمرګي برید کې ۱۹تنه وژل شوي او ۲۷نور ټپیان دي.

هغه د وژل شويو او ټپیانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

ځايي سرچينو ويلي،چې برید په دشت برچي سيمه کې د کاج په نوم پر يوه کورس شوی،چېرته چې د ازمايښتي کانکور ازموينه اخيستل کيده.

د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو په شیعه میشتو سیمو کې تر ډېره د ورته پېښو مسووليت داعش ډله پر غاړه اخلي.

ځايي سرچينو د مرګ ژوبلې د ارقامو د زیاتیدو هم ویلي، خو مسوولو سرچينو وروستي ارقام نه دي په ډاګه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...