تاند:(جمعه ،د ميزان ۸مه) د کابل په لويديځ کې نن سهار د یوې درنې چاودنې خبر ورکړل شوی.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور دغه چاودنه تاييد کړې، خو نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړي.
ځايي سرچينو ويلي،چې چاودنه دکابل په دشت برچي سيمه کې د تاج په نوم په يو کورس کې رامنځته شوې.چيرته چې د ازمايښتي کانکور ازموينه اخستل کيده.
د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو په شیعه میشتو سیمو کې تر ډېره د ورته پېښو مسووليت داعش ډله پر غاړه اخلي.