تاند:(جمعه ،د ميزان ۸مه) د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخواني رييس او د حکومت لوړ پوړي مقام عمر داودزي ويلي،چې حامد کرزی او عبدالله د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته په خپله خوښه کابل کې نه دي پاتې.
نوموړي په يوه تلویزوني مرکه کې ويلي، د جمهوري نظام د سقوط په وروستي ورځ په پام کې وه چې کرزی او عبدالله د قطر په یوه الوتکه کې له یو شمېر نورو سياسي څېرو سره هغه هېواد ته لاړ شي، څو طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي پریکنده وروستۍ خبرې وکړي،خو له ورتلو مخکې ېې طالبان پر کابل حاکم او د دوی د وتو چانس ختم شو.
داودزی، چې خپله له سقوط څخه یوه ورځ مخکې دوبۍ ته تللی و، زیاتوي چې کرزي او عبدالله ته طالبانو د کابل له نیولو وروسته د وتو اجازه نه ده ورکړې،کنه دوی نه پاتی کیدل.
دا په داسې حال کې ده،چې په ځینو راپورونو کې د حامد کرزي او عبدالله د نظربندۍ ادعا شوې او دوی خپله هم د بهرنيو سفرونو د ممانعت له کبله ېې شکایتونه کړي.
طالبانو بیا د کابل مېشتو سياستوالو د نظربندۍ خبرونه رد کړي.
که عبدالله او کرزي ته په هغه لومړۍ ورځ له وطنه دوتلو چانس نه و، نو تیر کال خو عبدالله درې ځله بهرته سفر وکړ ، اوټول خبردي چې دعبدالله ټوله کورنۍ بهر کې اوسې ، نو عبدالله کولای شو چې بهر کې پاته سي.
همدا یوپه بل پسي درواغ ویل، دټسنو رسنیو لخوا دشخصیت وژنو ,د دروغو راپورونه ، دهیواد دبدبختیو یولامل دی. عمرداودزی چې پرڅوکۍ ناست و ، ولې یې داسي اپلاتي نه ویلې?
فرض به کړو چې داودزى په حقه دى خوده محترم ته دې وويل شي چې کرزى صيب اوعبدالله اوس هم ترتاسوښه دى ديوکال نه زيات وشو چې تاسو په رسنيو کې ځانونه سپينوي کله يوڅه واياست کله بل څه هغوى په خپل وطن کې لوړ سرناست دى
اميني خوري، بلکل لوړ سر ناست دي، بلکل لکه هغه انجوني چي نن په دشت برچي که د تاسو دلو تپلو دامر بلمعروف د اوزير په امر شهيدان شول. دي ته ، ته سر لوري واي؟ ، لعنت دي پر طالبان او د هغوي بيغيرته بي دينه دله شي چي حتا ناموس او قران نه مني. کله چي عبدالله ته د تللو اجازه ورکرل شوه هغه د خپل د پلارګني کورني لس کسان په زمانت پريښودلي وو. او که نه طالبان د انسان اولاده نه دي د قران او د افعان دښمانان دي. ته بي عقله ځان پوه کره.
خداى دې تاسو عاقل لرى موږ ته خوملا يان بي ددينه هم ناقص العقله وايې ، افغان صيب خوله مې دې ماته شي چې په هغه به دطالب تعريف کوم مادانه دى ويلي چې طالب ښه دى يايې حاکميت ښه دى خبره دداودزى تر تيښتې پورى ده طالب لا راغلى نه و چې داودزي بيا دوبۍ ته ځان رسولي و زماموخه داوه چې کرزى اوعبدالله دځان سپينولو نه خلاص دى اودوى هره ورځ ځانونه سپينوي
سلام
دهرچا نظر خپل دی او داحترا وړ دی خواهانت او بې ځایه ټاپه وهل داصیلو افغانو فرهنګ نه دی بلکې سپکاوی دی. اصلا تبصره کول مثبت لوری لری سره له دې چې نیوکه وی خکه شرع حاضر ته ګوری .
قران نه قرآنکریم قران بله معنی لری
انجونې نه نجونې درې ژبې ن نشی تلفظ کولی نګور انګور وایی اوهمدارنګه دطلوع چینل څا رنوالی ته سارنوالی وایی
بلمعروف نه با المعروف
وای نه وایی
دله نه ډله
زمانت نه ضمانت
افعان نه افغان
دښمانان نه دښمنان
۵=۸ هیله کیږی چې خپه نشې امینه خور ملامته نه ده !