دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+د کیسه او ناول لیکوال ټرومن کاپوټ د زوکړې ورځ

د کیسه او ناول لیکوال ټرومن کاپوټ د زوکړې ورځ

تاند- له نن څخه ۹۸ کاله پخوا د ۱۹۲۴ د سپټمبر په ۳۰ مه امریکايي ناول او کیسه لیکوال ټرومن کاپوټ Truman Capote (که پوټ) وزېږېد.

د ده تر ټولو مهم اثر په سړه وینه کې ( In Cold Blood) ناول دی چې په ۱۹۶۵ م کال یې لیکلی دی.

ټرومن کاپوت د لویزیانا ایالت په نیواورلېن کې زېږېدلی. دی څلور کلن و چې مور و پلار یې سره جلا شول. د هغوی له بېلېدو وروسته ترومن الاباما ته ولېږل شو، د ژوند پنځه کاله یې د الاباما او لویزیانا په کوچنیو ښارګیو کې د مور له خپلوانو سره تېر کړي. کاپوت چې لا کوچنی و، ښوونځي ته تر تلو مخکې له ځانه لوستل او لیکل زده کړل.

ټرومن کاپوت لومړنۍ زده کړې په خصوصي ښوونځي کې وکړې او بالاخره د کنکتیکټ په میلبروک کې له خپلې مور او پلندر سره یوځای شو. هلته یې د لېسې دوره بشپړه کړه.

ده له یوولس کلنۍ څخه په کیسه لیکلو پیل وکړ. په ۱۹۴۳ کې، چې ۱۹ کلن و، د نیویارکر مجلې د هنر په څانګه کې کار وموند. دوه کاله یې همالته کار وکړ خو له دې کبله چې نامتو شاعر رابرټ فراسټ یې خوابدی کړ له نیویارکره وایستل شو.

ترومن کاپوټ د ۱۹۷۰ یمې لسیزې په وروستیو کې د اعتیاد پرېښودو مرکز ته تو. خو په ۵۹ کلنۍ کې (د ۱۹۸۴ د اګست ۲۵ مه) د ځیګر په ناروغۍ، چې د مخدروموادو د استعمال له کبله ورته پیدا شوې وه، د کلیفورنیا په لاس انجلس کې مړ شو.

ټرومن کاپوت د ناولونو او لنډو کیسو ترڅنګ ډرامې او د فلمونو سناریوګانې هم کښلې دي.

د ده له (In Cold Blood) ناول څخه په ۱۹۶۷ کې فلم جوړ شو. همداراز د ده بل اثر (Breakfast at Tiffany’s)، چې په ۱۹۵۸ کې یې لیکلی، په ۱۹۶۱ کې فلم شوی او دا دواړه د ده مهم اثار ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب