یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهيوناما د دوی په حواله د‌ شېخ خالد ادعا کړې خبرې رد...

يوناما د دوی په حواله د‌ شېخ خالد ادعا کړې خبرې رد کړې

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۷مه)‏ ‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر یوناما په یوه اعلامیه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزير شېخ خالد حنفي وروستۍ ادعا رد کړې ده.

شیخ خالد په یوه وروستۍ وینا کې ادعا کړې،چې د یوناما مسوولینو د امربالمعروف له کړنو خوښي ښودلې او ویلي،چې په اروپايي هېوادونو کې هم دې ته ورته ادارې اړينې دي.

د يوناما په يوه اعلاميه کې راغلي،چې د شېخ خالد دا ادعا بې بنسټه ده او دوی داسې څرګندونې نه دي کړي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزير بيرته په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده،چې په وروستيو کې د يوناما او نورو نړیوالو ادارو له لوري د نجونو د تړلو ښوونځيو د نه پرانيستل کيدو او نورو توند دریځيو له کبله پر طالبانو نيوکې زياتې شوي.

د يوناما سرپرست څو ورځې مخکې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې وويل،چې نړيواله ټولنه دوی سره د طالبانو د کړو ژمنو د پرله پسې نقض له کبله نوره دغې ادارې نه نهيلې شوې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف وزير نه دي ويلي،چې د دوی کوم فعاليت د یوناما د مسوولينو خوښ شوی،چې د هغې لپاره ېې اروپايي هېوادونو ته د دوی د فعالیتونو د کاپي کیدو هیله مندي ښودلې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب