Homeخبرونهمجاهد:د لومړنيو خوراکي توکيو بيې کمې شوي

مجاهد:د لومړنيو خوراکي توکيو بيې کمې شوي

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۷مه)‏ ‏د طالبانو د حاکمې ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د هېواد په کچه د خوراکي او سون توکو بیې د پام وړ راټيټې شوې دي.

د هغه په وينا، د دوی سوداګرۍ او نورو وزارتونو او بنسټونو په هڅو به لا هم د اړینو توکو بیې کنټرول او په بازارونو کې به د سالم رقابت له لارې د هر توکي بیه ټيټه وساتل شي.

يو شمير خلکو په دې برخه کې له سیمه ییزو هېوادونو سره د طالبانو تړونونه ستايلي، خو ویلي چې د بې کارۍ او اقتصادي ناورين له امله په ټيټه بيه هم د توکیو د پېرلو وس نه لري.

اقتصادي شنونکو بيا دا تړونونه سياسي او لنډمهاله ګڼلي او له طالبانو یې غوښتي،چې له مسلکي کادرونو څخه په استفادې او نړيوالو سره د مثبت تعامل په اساس د پراخيدونکي بشري او اقتصادي ناورين د حل لپاره اساسي ګامونه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...