جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهامریکا او ط به ژر په دوحه کې خبرې پیل کړي

امریکا او ط به ژر په دوحه کې خبرې پیل کړي

تاند(چهارشنبه، د قوس ۳مه) د طا – لبا – نو حکومت تایید کړه چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره په قطر کې خبرې کوي.

تر دې مخکې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د افغانستان لپاره یې ځانګړی استازی توماس ویسټ راتلونکې اوونۍ قطر ته ځي چې له طالب مشرانو سره وویني.

د طالبانو د موقت حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت دوهم مرستیال بلال کریمي نن تاس خبري اژانس ته تایید کړه چې په نژدې ورځو کې به طالبان په دوحه کې له امریکا سره خبرې بیا پیل کړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نید پرایس پرون وویل، په دوحه کې به دواړه خواوې په افغانستان کې د امریکا د ملي ګټو په اړه خبرې وکړي.

«په دې خبرو کې له تروریم سره مبارزه، د امریکايي اتباعو او هغو افغانانو چې موږ ورته ځانګړې ژمنه لرو، د وتلو خوندي لار، بشري مرستې او د افغانستان اقتصادي وضعیت شاملېږي.»

تر دې وړاندې روانه میاشت ټام ویسټ په اسلام اباد کې د ترویکا په نوم په غونډه کې ګډون وکړ چې د پاکستان او روسیې استازو هم پکې برخه لرله.

د درو هیوادونو استازو په اسلام اباد کې د طالبانو د باندنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره هم ولیدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب