دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهمجاهد له امریکا سره د مذاکراتو بیا پيلیدل تایید کړل

مجاهد له امریکا سره د مذاکراتو بیا پيلیدل تایید کړل

تاند:( چار شنبه، د قوس درېیمه)‏‏د طالبانو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړه، چې راتلونکې اونۍ به په قطر کې له امریکا سره د دوی مذاکرات له سره پيل شي.

نوموړي ویلي، چې دا مذاکرات د دوحې تړون په چوکاټ کې ترسره کیږي او دوی به پکې د افغانستان د کنګل کړو بانکي زېرمو د خلاصون غوښتنه له امریکایي لوري وکړي.

د هغه په خبره، په دې مذاکراتو کې به ژمنې تازه او هم به اندیښنې حل کړل شي.

طالب ویاند ډاډ ورکړی، چې دوی له امریکا سره کړو تعهداتو ته ژمن دي او له مقابل لوري به هم همدا غوښتنه ولري.

نوموړي ورته مذاکرات ګټور ګڼلي او ویلي، چې د ښو پایلو هیله ورڅخه لري.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام ویسټ د خبرو د پیل هدف دا ښودلی ، چې له افغانستان څخه د امریکایي اتباعو او هغوی همکاران په خوندي ډول ولېږدول شي.

د دې ترڅنګ به د افغانستان د کنګل شویو بانکي زېرمو او له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کیدو په اړه بحث و خبرې وشي.

سربېره پر دې په افغانستان کې ټول شموله حکومت جوړیدل د افغانانو ترڅنګ د نړیوالې ټولنې یوه عمده غوښتنه ده، چې په پرله پسې توګه یې له طالبانو څخه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب