Homeخبرونهپه ۱۰ نورو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش پيلیدو اعلان وشو

په ۱۰ نورو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش پيلیدو اعلان وشو

تاند:( چار شنبه، د قوس درېیمه)‏‏ د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي رئیس علم ګل حقاني ویلي، چې راتلونکې پنج شنبه د افغانستان په ۱۰ نورو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش چارې عملاً پيلیږي.

د هغه په خبره: پروان، کاپیسا، لوګر، میدان وردګ، غزني، دایکندي، فاریاب، غور، نورستان او بدخشان هغه ولایتونه دي،چې د پاسپورټونو د وېش چارې به پکې پيل شي.

نوموړي ویلي، چې د دغو او نورو هغو ولایتونو اوسیدونکي چې د دوی ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش چارې روانې دي او یا پیلیږي، پخپلو ولایتونو کې دې پاسپورټونه ترلاسه کړي.

د پاسپورټ رئیس کابل ته د پاسپورټ اخیستو لپاره د دغو ولایتونو د اوسیدونکو په نه راتلو ټینګار کړی دی.

هغه په ورته وخت کې رد کړې،چې کابل کې به زر د پاسپورټ د وېش چارې بیا پيل شي.

د علم ګل حقاني په وینا په دې برخه کې لا تخنیکي ستونزې شته او تر حلیدو به یې کابل کې پاسپورټونه ونه وېشل شي.

دمګړۍ د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش چارې روانې دي.

ویل کیږي، چې ډېری خلک له افغانستان څخه د وتو لپاره پاسپورټونه ترلاسه کوي او په هره ممکنه قانوني او نا قانوني بڼه له افغانستان څخه غواړي ووځي.

اوج ته رسیدلی فقر، بې کاري، د طالبانو لخوا د ژوند لپاره سخت قیودات وضع کول او راتلونکي ته نهیلي له هېواده د میلیونونه افغانانو د تېښتې عمده لاملونه ګڼل کیږي.

طالبان بیا خلکو ته د ښې راتلونکې ډاډ ورکوي او ترې غواړي، چې هېواد نه ونه وځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...