چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهکابل: جاپان د خپل سفارت پرانیستو ته لېواله دی

کابل: جاپان د خپل سفارت پرانیستو ته لېواله دی

تاند:( چار شنبه، د قوس درېیمه)‏‏ د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وایي، چې جاپان هم په کابل کې د خپل تړلي سفارت بیا پرانیستو ته لېواله دی.

نوموړي ویلي،چې یو شمېر جاپاني دیپلوماتانو دا لېوالتیا د طالبانو د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال څرګنده کړې ده.

ویل شوي، چې په دې اړه دواړو لوریو بحث او خبرې کړي، خو طالب ویاند یې نور جزییات نه دي روښانه کړي.

د طالبانو له واکمنیدو سره ډېری هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل او یوه هېواد هم تراوسه دغه واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې.

پاکستان، ترکیه، روسیه، ایران او ځینې نور محدود هېوادونه لا هم په کابل کې پرانیستي سفارتونه لري.

طالبانو د متحده عربي اماراتو د سفارت پرانیستو خبر ورکړی او ویلي، چې سعودي عربستان، المان او هالینډ هم د سفارتونو پرانیستو ته لېواله شوي.

دغو هېوادونو بیا په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب