پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد کابل د هوايي ډګر د ادارې لپاره ط او اماراتي چارواکو...

د کابل د هوايي ډګر د ادارې لپاره ط او اماراتي چارواکو خبرې کړي

تاند(چهارشنبه، د عقرب ۳مه) متحده عربي اماراتو د کابل د هوايي ډګر د چارو د سمبالولو لپاره له طالبانو سره خبرې کړي دي.

کتونکي دا د افغانستان په نویو واکمنانو کې د نفوذ د زیاتولو پر سر د خلیج د سیمې د دوو کوچنیو عرب هیوادونو یعني قطر او اماراتو ترمنځ د دیپلواتیکې سیالۍ یوه برخه بولي.

په دوبۍ کې څلورو دیپلوماتیکو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د متحده عربي اماراتو چارواکو په وروستیو ورځو کې له طالبانو سره د کابل د هوايي ډګر د عملیاتي چارو په اړه یو لړ خبرې کړي دي.

سرچینو د نوم د نه ښوولو په شرط وویل، اماراتيان لېواله دي د قطر په وړاندې، چې په وروستیو دوو کلونو کې یې د طالبانو په منځ کې نفوذ زیات کړی، په افغانستان کې ځان ته ځای ومومي.

ډېری افغان شنونکي له قطر او اماراتو سره د طالبانو د اړیکو پراختیا په دې خاطر مهمه ګڼي چې پر پاکستان به د طالبانو اتکا کمه شي.

د دوی په باور اوسنی وضعیت د پاکستان لپاره ایډیال دی ځکه که هر څومره نړۍ طالبان منزوي کړي په هماغه اندازه د پاکستان نفوذ ته لار هواریږي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي مامور وویل، متحده عربي امارات، چې پخوا یې د افغانستان د جمهوري دولت په مهال د کابل هوايي ډګر اداره کاوه، لا هم چمتو دی چې د دغه هوايي ډګر ادارې ته دوام ورکړي او د دغه هوايي ډګر له لارې د بشري مرستو راتګ او د تخلیې لپاره خوندي لار تضمین کړي.

متحده عربي اماراتو هم په وروستیو کې د قطر په شان د تخلیې په عملیاتو کې مرسته کړې ده.

رویټرز وايي چې د متحده عربي اماراتو او طالبانو چارواکو د خپلو خبرو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

دوو دیپلوماتانو دا هم ویلي چې طالبانو له متحده عربي اماراتو مالي مرسته غوښتې خو څرګنده نه ده چې د اماراتي چارواکو ځواب به څه و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب