پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهکوټه کې د پولیسو په ګډون چاودنې ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله...

کوټه کې د پولیسو په ګډون چاودنې ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (دوشنبه د اسد ۱۸) په کوټه کې چاودنې دوه پاکستاني پولیس وژلي او ۲۱ نور کسان ټپیان دي. په ټپیان کې لس پولیس هم شامل دي.

د راپورونو له مخې، چاودنه سرینا هوټل ته نږدې شوې ده او چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي و.

ویل کیږي چاودنه دومره زوروره وه چې د نږدې ودانیو ښیښې او کړکۍ یې هم ماتې کړي دي.

بلې خوا په هوټل کې د عمران خان د حکومت مخالف بلاول بوټو هم حضور درلود. هغه په یوه ټویټ کې دغه برید غندلی او د پاکستان پر حکومت یې غږ کړی دی چې د ترهګرو له پالنې لاس واخلي.

د بلاول بوټو په وینا دا چاودنې هغه ترهګر ترسره کوي چې پاکستانی حکومت یې روزي او پالي.

تر اوسه د دې برید مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې هلته د یو شمېر حملو پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستې وه.

تر دې وړاندې د اپریل میاشتې په ۲۱مه هم د کوټې ښار سرینا هوټل کې بمي چاودنه شوې وه چې په هغې کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي و او د لسو نه زیات ټپیان و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب