جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې یو خبریال وژل شوی او په هلمند کې یو...

په کابل کې یو خبریال وژل شوی او په هلمند کې یو خبریال طالبانو له ځان سره بېولی

تاند (دوشنبه د اسد ۱۸) وسله والو طالبانو د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د بست په نوم د یوې محلي راډیو د نشراتو مسؤل نیولی او له ځان سره یې بیولی.

په جنوب کې د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مسؤل عبدالسمیع غیرتمل وايي چې د نعمت الله همت په نوم د بست راډیو د نشراتو مسؤل پر لښګرګاه ښار د برید وروسته په ناوې ولسوالۍ کې خپل کور ته تللی و چې پرون سهار د وسله والو طالبانو له خوا له کوره ایستل شوی او لاهم لادرکه دی.

نی له طالبانو غوښتي چې د خبریالانو ژوند ته پام وکړي او هغوی ته زیان ونه رسوي.

پر لښګرګاه ښار تر برید وروسته په دغه ولایت کې ټولو خصوصي رسنیو خپل نشرات درولي دی.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې، د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې نامعلومه وسله والو افغان خبریال او د لویې څارنوالۍ برحاله کارکوونکی طوفان عمري وژلی دی.

د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، پرون یکشنبه د کابل په ده سبز کې د عدلي ‌مرکز او د بګرام د زندان د موظفو څارنوالانو په موټر وسله وال برید شوی دی چې په دې برید کې طوفان عمري او یو بل موظف څارنوال سید کاظم وژل شوي او یو بل څارنوال ژوبل شوی دی.

لویې څارنوالۍ دا برید غندلی او هغه یې د «بشري جنایت، د عدالت، سولې او د افغانستان د خلکو له ثبات سره دښمني بللې ده.»

طوفان عمري د پکیتا غږ د سیمه ییزې راډیو د نشراتو مسئول هم و او د ازادو رسنیو د ملاتړ له ادارې (نۍ) سره یې هم کار کاوه.

نۍ د افغانستان له حکومت څخه غوښتي دي چې دا مسئله دې جدي‌ تعقیب کړي او عاملانو ته دې سزا ورکړي.

تر دې دمه هېڅ یوې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی منلی.

څو ورځې مخکې نا معلومه کسانو په کابل کې د طوفان عمري ورور زحل عمري هم وواژه او لا هم د هغه د قتل علت او قاتلان معلوم نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب