جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د ویښتانو د تویدو یو اصلي علت

د ویښتانو د تویدو یو اصلي علت

تاند – په جاپان کې روغتیایي څیړونکو پر موږکانو تجربه کړې ده او دا یې څرګنده کړې ده چې د ځانګړي جین نشتوالی د دې باعث کیږي چې ویښتان توی شي.

ډاکټران وایي، چې له دې کشف سره به د ویښتو د تویدو علاج وشي. جاپاني څیړونکو له تجربې معلومه کړې ده چې د سوکس یوویشت په نامه جین له تري تم کیدو سره د سر ویښته تر وخت مخکې تویږي.

د روغتیایي څیړونکو په وینا دا جین په موږکانو او انسانانو کې شته او په هغو موږکانو کې چې دا جین نه وي نو موږک له زیږیدو یوه اونۍ مخکې ویښته له لاسه ورکوي او که چیرته دا جین ولري نو بیا یې ویښته په پنځلسمه ورځ توییږي.

د جاپاني ډاکټرانو په وینا کله چې ویښته توییږي او سوکس یو ویشت جین وي نو د موږکانو توي شوي ویښته بیا پیدا کیږي خو که دا جین نه وي د توی شوي ویښته پرځای بل نه زرغونیږي او که چیرته نوی ویښته بیا هم سر راپورته کړي دستي تویږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب