جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد سوداګرۍ او پانګونې خونه: پر ښارونو د طالبانو بريدونو خصوصي برخې...

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: پر ښارونو د طالبانو بريدونو خصوصي برخې ته ميليونونه ډالره زيان اړولی

تاند ( یکشنبه د اسد ۱۷مه ) د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي،چې پر ښارونو د طالبانو د بریدونو له امله خصوصي برخې ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي،چې په کندز، هلمند، سرپل، تخار، هرات، نیمروز او غزني ولایتونو کې د جګړو له امله سوداګرو ته ډیر زیانونه اوښتي دي.

د دغې خونې مسوولان وایي، چې د جګړې د ښکېلو غاړو له لوري د بازارونو او خصوصي تاسیساتو په ورانېدو سره، له هېواد نه سلګونه میلیون ډالره پانګه اېستل شوې ده او ګڼ نور سوداګر په هېواد کې خپلو پانګو ته اندېښمن دي.

دوی وایي، که روان حالت دوام ومومي، پانګوال به د خپلو پانګونو نه خوندیتوب ته په پام سره، په هېواد کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي،چې دا چاره به د هېواد پر اقتصاد خورا منفي اغېز ولري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوی رییس شفیق الله عطايي وایي، چې په هرات، فراه، غزني،جوزجان او کندز کې د خصوصي برخې څو مارکېټونه او ودانۍ سوځېدلې او ورانې شوې دي.

بل خوا د ولسي جرګې د مالي چارو او بود جې کمېسیون پر نړېوالې ټولنې غږ کوي،چې په هېواد کې د اقتصادي کړکیچ د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې د کمېسیون غړی میرافغان ساپی وایي، چې که نړیواله ټولنه او په جګړه کې ښکېل لوري د روان وضعیت مخه ونه نیسي، په تېرو شلو کلونو کې به د خصوصي سکټور په برخه کې شوي پرمختګونه په سیند لاهو شي.

وروستیو جګړو د هېواد هره برخه اغېزمنه کړې ده،د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون وایي چې د حکومت له ولکې نه د ولسوالیو په له لاسه وتو سره، د ملکي خدمتونو د اداري څه باندې ۵۰ زره کارکوونکي له بې برخلیک حالت سره مخ شوي دي.

بل خوا روانو جګړو په هېواد کې لسګونه زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه کړي دي،چې د مسوولو ادارو په وینا بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب