دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهجوبایډن: د طالبانو د تاوتریخوالي پر ضد د رهبرۍ او ارادې وخت...

جوبایډن: د طالبانو د تاوتریخوالي پر ضد د رهبرۍ او ارادې وخت رارسېدلی

تاند (یکشنبه د اسد ۱۷) د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي د افغانستان حکومت په طالبانو د بريا لپاره هر څه په اختیار کې لري.

د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي وايي‌ چې بایډن په دې نظر دی چې «د افغانستان حکومت او امنیتي او دفاعي‌ ځواکونه د طالبانو په مقابله کې د بريا لپاره تجهیزات، تعداد او روزنه لري او اوس د طالبانو د تاوتریخوالي په ضد د رهبرۍ او ارادې وخت رارسېدلی دی.

د نوموړې په خبره که طالبان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو په لټه کې وي، دا کار یې د مشروعیت د ترلاسه کولو مخه نیسي او په وینا یې چې د امریکا حکومت له طالبانو څخه په جدي توګه غواړي‌ چې د جګړې په ځای خبرو ته کیني.

د سپینې ماڼۍ د ویاندې په خبره دا هغه څه دي چې افغانان یې غوښتنه کوي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت هم په لویو ښارونو باندې د طالبانو له خوا بریدونه غندلي دي او دا یې د دغې ډلې د ژمنو خلاف کار بللی دی.

وسله والو طالبانو له تیرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د ځینو ولایتونو په مرکزونو بریدونو ته زور ورکړی دی.

تازه دغې ډلې په کندز، سرپل، شبرغان، هلمند، هرات کندهار، تالقان او یو شمېر نورو ښارونو باندې بریدونه کړي دي. راپورنه وايي چې دا مهال د افغان ځواکونو او د دغې ډلې د وسله والو تر منځ په دغو ښارونو کې سختې جګړې روانې دي.

په کابل کې د امریکا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، «په زور او جبر سره د خپل حاکمیت تپلو لپاره د وسله والو طالبانو دغه اقدام د منلو نه دی او د دوحې د سولې پروسې له لارې د سیاسي هواري د ملاتړ برخه کې د ژمنو خلاف دي.»

په اعلامیه کې راغلي چې طالبانو له خپل اړخه د ملکي وګړو د حقوقو د تامین برخه کې ژوره بې پروايي ښودلې او په دغه هیواد کې یې بشري ناورین زیات کړی دی.

افغان چارواکي وايي وسله والو طالبانو په تېرو درې ورځو کې د یو شمېر ولایتونو په مرکزونو بریدونه زیات کړي چې په ترڅ کې یې د نیمروز ولایت مرکز زرنج او جوزجان مرکز شبرغان د دغې ډلې لاسته لوېدلي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، «موږ له طالبانو غواړو چې له تلپاتې او هر اړخیزه اوربند سره موافقه وکړي او د سولې مذاکراتو کې په بشپړه توګه ګډون وکړي، ترڅو د افغانستان د خلکو رنځ پای ته ورسېږي او یوه هر اړخیزه سیاسي لاره چې د ټولو افغانانو په ګټه وي او دا یقیني کړي چې افغانستان بیا د تروریستانو په امن ځای نه بدلیږي.»

خو افغان چارواکو ویلي چې د یادو ښارونو له څنډو څخه یې د طالبانو د شړلو لپاره عملیات پيل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب