Homeخبرونهوسله والو طالبانو د تخار ولایت مرکز تالقان ونیو

وسله والو طالبانو د تخار ولایت مرکز تالقان ونیو

تاند (یکشنبه د اسد ۱۷) وروستي راپورونه وایي چې وسله والو طالبانو د تخار ولایت مرکز تالقان په بشپړه توګه لاندې کړ.

د سیمه ییزو سرچینو او ولسي خلکو په خبره وسله والو طالبانو د دغه ولایت د زندان تر نیولو وروسته د ولایت مقام په یو شمېر برخو، امنیه قومندانۍ او د ملي امنیت ریاست په ودانۍ بریدونه پیل کړي او ټولې دولتي ادارې یې نیولي دي.

ویل کېږي سیمه ییزو چارواکو او نظامیانو د دغه ولایت فرخار ولسوالۍ ته پناه وړې ده.

په تالقان ښار کې له تېرې شپې راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي.

د راپورونو له مخې وسله وال طالبان له شدیدې جګړې وروسته د تخار زندان ته مات کړی او هڅه کوي چې بندیان خوشې کړي.

امنیتي چارواکو او طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...