سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهطالبان وایي، د عبدالرشید دوستم د مارشالۍ لباس یې نیولی دی

طالبان وایي، د عبدالرشید دوستم د مارشالۍ لباس یې نیولی دی

تاند (یکشنبه، د اسد ۱۷) وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د عبدالرشید دوستم د مارشالۍ لباس یې نیولی دی.

په یوه عکس کې چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی، یوه طالب یو پوځي لباس اغوستی او د دغې ډلې پلویان ادعا کوي چې د مارشال عبدالرشید دوستم لباس دی.

په رسنیو کې یوه ویډیوهم لاس په لاس کېږي چې یوه مجلله ماڼۍ ښیي او طالبان په کې ګرځي او وایي چې د مارشال دوستم ماڼۍ یې نیولې ده.

د جنبش مقاماتو په یوه لنډ پیغام کې د طالبانو ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دغه لباس د عبدالرشید دوستم د مارشالۍ نه بلکې د دوستم د ګارډ د قوماندان عبدالستار قاسمي د جنرالۍ لباس دی.

دغه کوچنی پیغام د «مقامات جنبش:

 ۱۷ اسد ۱۴۰۰ خورشیدي

لباس ی که طالبان در شبرغان بدست آورده اند، لباس مارشال دوستم نیست، لباس کهنه جنرال عبدالستار قاسمی فرمانده گارد مارشال دوستم است» په ټکو خپور شوی دی.‌

په ښاغلي دوستم داسې تورونه دي چې په لیلی دښته او جنګي کلا کې یې تسلیم شوي په زرګونو طالب جنګیالي له کومې رسمي محاکمې پرته په کانټینرونو کې اچولي او په بې رحمانه ډول وژلي وو،‌ خو دا لا معلومه نه ده چې د دوستم د پلرني ښار شبرغان نیول د طالبانو له خوا د انتقامي حرکت په لړ کې ترسره شوي که د روان تاوتریخوالي د څپې برخه ده.

ویل کیږي چې د پخوانۍ شمال ټلوالې مشرانو په تېرو شلو کالونو کې د مقاومت جبهې په نامه له حکومت څخه بې شمېره امتیازات ترلاسه کړل، او د ۱۳۹۸ په انتخاباتو کې یې په دې شرط نتایج ومنل چې د نورو امتیازاتو تر څنګ دوستم ته د مارشالۍ رتبه ترلاسه کړي، هغه څه چې دوستم یې په ساتلو بریالی نشو.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب