سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهسپنتا : له طالبانو سره دې محدود او لنډمهالی اوربند نه کيږي

سپنتا : له طالبانو سره دې محدود او لنډمهالی اوربند نه کيږي

تاند( يکشنبه د اسد ۱۷مه ) د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفرسپنتا وایي چې له طالبانو سره به د هېواد په محدودوسیمو کې لنډ مهالی اوربند په هېواد کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شي.

نوموړی وایي،چې د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره باید ولسي پاڅونوال تجهیز او سمبال کړای شي.

رنګین دادفرسپنتا چې د افغانسان د سټراټېژیکو مطالعاتو د انسټېټیوټ په غونډه کې خبرې کولې وویل،چې په دې وروستیو کې د ځینو کسانو له لوري داسې وړاندیز کیږي،چې له طالبانو سره دې په هغو سیمو کې چې ډیرې زیانمنې شوې دي، لنډ مهالی اوربند وشي، خو د ده په وینا دا کار به طالبان لا پياوړي او پر نورو ښارونو د بریدونو لپاره چمتو کړي او جګړه به د هېواد ګوټ ګوټ ده وغځوي.

نوموړي د هرات ولایت وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ټينګاریې وکړ، چې دطالبانو پر وړاندې بايد په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو تر څنګ د ولسي پاڅونوالو ملاتړ وشي.

په وروستیو ورځو کې طالبانو پر بیلابیلو سیمو خپل بریدونه زیات کړي دي، چې په پایله کې یې زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځای شوي دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په داسې وضعیت کې چې افغانستان سږکال پر جګړې سربېره، د کورونا وېروس له وبا او وچکالۍ سره هم مخ دي،د جګړې دوام پکې تر بل هر وخت ناورین زېږوونکی ګڼل کیږي.

پر کندز ښار د طالبانو برید د جګړې د بدمرغیو یوه کوچنۍ بیلګه ده، طالبانو نن سهار پر کندز ښار برید وکړ او ادعا یې وکړه، چې دغه ښار یې نیولی دی، خو د کندز خلک اوسمهال له سخت حالت سره مخ شوي، دغلته ځينو مارکېټونو اور اخېستی او ځایي خلک وایي،چې له دوو ورځو راهیسې بریښنا او اوبو ته لاسرسی نه لري. د کندز د اوسېدونکو په وینا که پر روان حالت غور ونه شي، نو لوی ناورین به رامنځته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب