تاند ( یکشنبه، د اسد ۱۷) د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې تېره شپه د دې ولایت په سید کرم ولسوالۍ ، چینو کلي کې د ملکي وګړو پر موټر ماین چاودنه شوې.
امنیه قومندان حیات الله نظامي رسنیو ته ویلي، چې په دې چاودنه کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نظامي وایي پېښه هغه مهال رامنځه شوه کله ، چې یوه سراچه ډوله موټر کې د یوې کورنۍ غړي د طالبانو له لوري په خښ شوي ماین ور برابر شول او ماین پرې چاودنه وکړه.
نوموړی زیاتوي، په دې چاودنه کې د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د سرچینې په خبره په وژل شویو کې ۶ ماشومان، ۳ مېرمنې او ۳ نارینه شامل دي.
د یادونې ده، چې په یاد ولایت کې دا لومړنۍ پېښه نه ده چې ملکیان دې د طالبانو پر خښ شوي ماین ور برابر شي او ماین دې پرې چاودنه وکړي.
له دې وړاندې هم ګڼ شمېر ملکیان پر هغو ماینونو الوتي، چې طالبانوپه عامه لارو ځای پرځای کړي وو.
بل لورته بیا وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.