یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې ۱.۸ میلیون کسانو ته د کورونا ضد واکسین تطبیق شوی

افغانستان کې ۱.۸ میلیون کسانو ته د کورونا ضد واکسین تطبیق شوی

تاند (یکشنبه د اسد ۱۷) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې تر اوسه ۱.۸ میلیون کسانو په  دغه هېواد کې د کورونا واکسین تطبیق کړي دي.

د روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري نن یکشنبه له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا مهال افغانستان ۵.۱ میلیون ډوز د کورونا ضد واکسین په واک کې لري.

د نظري په خبره چې د دغه واکیسن د تطبیق چارې په چټکۍ سره روانې دي.

په افغانستان کې د کورونا ضد واکسین د تطبیق لړۍ د تېر ۱۳۹۹ کال د حوت میاشتې په پنځمه نېټه پیل شوه.

امریکا، هند، چین او سویډن هغه هېوادونه چې افغانستان سره یې د یاد واکسین مرسته کړې ده او د افغانستان دولت هم د کورونا ضد واکسین د جوړېدو لپاره بودیجه ځانګړې کړې ده.

ورته مهال د افغانستان د روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کورونا وبا ۳۲۰ نورې پېښې ثبت شوې دي.

یاد وزارت زیاتوي، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۲۸ تنه مړه شوي او ۵۳۲ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په افغانستان کې پر کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۵۰ زره او ۷۷۸ ته او د مړو شویو هغه بیا ۶ زره او ۹۳۶ ته لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې که څه هم په دې وروستیو کې په هېواد کې د کورونا وبا پېښې مخ په ځوړ دي، خو زیاتوي چې هېوادوال دې روغتیایي سپارښتنو ته په جدي پاملرنې سره د دغه ویروس پراختیا مخنیوي کې خپله ونډه ادا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب