چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهچارواکي: کندهار، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې ۲۱۳ طالبان مړه او ټپيان...

چارواکي: کندهار، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې ۲۱۳ طالبان مړه او ټپيان شوي

تاند ( یکشنبه، د اسد ۱۷) د کندهار ، هلمند او ننګرهار ولایتونو امنیتي چارواکي وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو د هوایي بریدونو پرمهال ۲۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستیال جګړن صادق عیسی وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار ښار پر امنیتي کمربندونو او دغه راز ډنډ او ژړۍ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې  ۴۷ طالبان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.

په ورته وخت کې د کندهار میرویس روغتون مسوولان وایي، چې ته په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار ښار د جګړو له بیلا بیلو سیمو دوی ته دوه مړي او ۲۶ ټپیان ور وړل شوي چې ۱۸ یې په مرمۍ او ۸ يې د هوان د لګیدو په پیښه کې ټپیان شوي دي.

د یاد روغتون مسوول محمد داود فرهاد رسنیو ته ویلي، چې له دې جملې ۱۶ یې ملکیان دي.

بل لورته بیا د هلمند امنیتي چارواکې هم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۵۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۲۳ نورو د ټپي کیدو خبر ورکوي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند جګړن عبدالقدیر بهادرزی وایي، دا عملیات هوايي او ځمکنیو ځواکونو ترسره کړي.

د یوه بل خبر له مخې د ننګرهار امنیتي چارواکي بیا وایي، په شېرزادو ولسوالۍ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال افغان ځواکونو۶۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي دا عملیات د یادې ولسوالۍ په چهارچنار، کنډۍ، ساخۍ، هاشم خېلو او یو شمېر نورو سیمو کې د هوایي ځواک په ملتیا ترسره شوي دي.

نوموړی وایي په دې بریدونو کې د وسله والو طالبانو مرکزونه، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو د افغان چارواکو د یادو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د دوهمي ورځې لپاره هم په کندهار کې  د احمد شاه بابا پر هوايي ډګر د راکټي بریدونو له امله دغه ولایت ته ټول ملکي پروازونه ځنډیدلي دي.

د یاد هوایي ډګر مسوول مسعود پښتون وایي نن سهار هم دوه د راکټ مرمۍ پر هوایي ډګر ولګېدې خو مالي او ځاني زیان نه لري.

دوی هیله ښودلې، چې ژر به هوایي پروازونه عادي حالت ته راوګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب