جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخوست کې د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې ۷ تنه مړه او...

خوست کې د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې ۷ تنه مړه او ټپيان شول

تاند ( یکشنبه، د اسد ۱۷) د خوست ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د دې ولایت په صبریو ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.

د صبریو ولسوال محمد اکبر ځدران وایي دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې، چې په کې دوه ماشومان وژل شوي او څلور تنه نور چې یو مشر سړی  هم په کې شامل دی ټپيان شوي دي.

نوموړی وایي چې لا معلومه نه ده چې د هاوان یاده مرمۍ د چا له لوري توغول شوې وه ، خو په خبره یې چې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه.

په ورته وخت کې بیاځايي خلک د ۳ ماشومانو د وژل کېدو او ۴ نورو ټپي کېدو خبر ورکوي.

دوی وایي په ټپيانو کې د هغې کورنۍ مشر هم شامل دی.

ځایي خلک وایي وژل شوي او ټپيان ټول د یوې کورنۍ غړي دي او ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب