جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکايي الوتکو شبرغان کې له ۲۰۰ زیات طالبان وژلي

امریکايي الوتکو شبرغان کې له ۲۰۰ زیات طالبان وژلي

تاند (یکشنبه د اسد ۱۷) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي د امریکايي ځواکونو بي-۵۲ الوتکو په شبرغان کې پر وسله والو طالبانو او د هغوی پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان شنبه د شپې ناوخته پر خپل ټویټر ولیکل چې دا برید د افغانستان پر وخت ماښام ۶:۳۰بجې شوی دی چې په وینا یې له ۲۰۰ زیات وسله وال طالبان په کې وژل شوي او ډېرې وسلې او مهمات یې هم له منځه تللي دي.

د نوموړي په خبره په دې برید کې همدارنګه د طالبانو څه باندې ۱۰۰ موټر هم ویجاړ شوي دي.

دا بمبار له هغه وروسته وشو چې وسله والو طالبانو د شبرغان په ښار بریدونه وکړل. په ټولنیزو رسنیو کې ځینې ویدیوګانې لاس په لاس شوي چې وسله والو طالبانو د جوزجان زندان مات کړی او ګڼ شمېر زندانیان یې ترې خوشې کړي دي.

طالبانو تر دا مهاله په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

بلې خوا راپورونه وايي چې د جوزجان د ولایتي شورا رییس  بابر ایشچي  چې د جنبش د ګوند د پخواني مرستیال احمد ایشچي  دویم زوی دی له خپلو ټولو وسله والو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.

حکومتي سرچینو او طالبانو دا خبر تایید کړی دی.

د شبرغان په ښار باندې، چې د جنبش اسلامي ګوند د مشر عبدالرشید دوستم ټاټوبی دی، له تېرو څو ورځو راهېسې د طالبانو بریدونه روان دي.

پرون شنبه/ د اسد ۱۶مه/ ځینو غربي رسنیو خبر ورکړ چې د امریکا ولسمشر جو بایډن پر وسله والو طالبانو د بي – ۵۲ او ای سي – ۱۳۰ بم غور ځوونکو الوتکو د بریدونو امر کړی دی.

جو بایډن پر طالبانو د بریدونو امر وکړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب