Homeخبرونهپه کندوز ښار کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې...

په کندوز ښار کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي

تاند(یکشنبه، د اسد ۱۳) راپورونه وايي چې وسله وال طالبان د کندوز ښار ځینو سیمو ته ننوتي او له امنیتي ځواکونو سره په خورو ورو نښتو بوخت دي.

د لومړنیو راپورونو له مخې، طالبان د کندوز د شرکت باغ، خان اباد بندر سیمو ته داخل شوي دي خو تراوسه پورې یې په ښار کې مهمې دولتي ودانۍ نیولې نه دي.

د دغه ولایت چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې امنیت به یې وساتي.

راپورونه وايي چې د ښار په ځینو برخو کې خورې – ورې نښتې روانې دي او شېبه په شېبه یې شدت زیاتېږي خو مهمې دولتي ودانۍ لکه د ولایت مقام، امنیه قومانداني، د ملي امنیت ریاست، هوايي ډګر، ښاروالي، او نورې دولتي ادارې د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دي.

کندوز تر دې وړاندې د لنډ وخت لپاره دوه ځلې وسله والو طالبانو نیولی و.

په کندوز ښار کې له نښتو سره هممهاله د سرپل ولایت د مرکز د امنیتي وضعیت د خرابېدو راپورونه هم ورکول کېږي. په دغه ښار کې ځینې خلک وايي چې طالبان د ښار ځینو سیمو ته ننوتي او د خلکو په کورونو کې پټ شوي دي.

پرون طالبان وتوانېدل چې د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ونیسي.

د طالبانو لاس ته د دغه ښار له لوطدو وروسته امریکايي الوتکې هلته د طالبانو د راغوڼډېدو پر ځای او وسلو بمباري کړې ده. د افغانستان دفاع وزارت وايي، د امریکا بي ۵۲ الوتکو دا بمباري د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې پر طالبانو بمباري کړې ده.

د دفاع وزارت ویندوی فواد امان پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا برید پرون ماښام شپږ نیمې بجې وشو او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د فواد امان په وینا د امریکايي الوتکې په بمبارۍ کې د طالبانو د ډېر شمېر وسلو او مهماتو ترڅنګ د هغو تر سلو ډېرې نقلیه وسیلې هم ویجاړې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...