نن چى مې روح يو وار بيا د لويي او پراخې دښتې له پاسه پرواز وکړ، په لويه دښته کې يې بنيادمان دا سې ليدل لکه ميږيان اوخځنده وو چې يوه ليکه جوره کړي وي. يا په يو څه را ټول وي، هغوۍ په حرکت کي وو، ټول لالهانده او سرگردانه بريښيدل، په دښته کي لاري اوسړکونه هم وو، په هره لار او څلور لارې يوه لوحه لګیدلې وه۔ پرې ليکل شوي وو، «دوزخ ته دورتگ لاره» په بله ليکل شوي وو «جنت ته د ورتللو لاره» .دلوحو په بيخ کي ويکتورونه هم وو ، لارويو ته يې لار ښوونه کوله ۔ خلکو په لارو او واټونو روانو وگړو لويانو او ماشومانو، ښځو او پيغلو نجونو په چابکي گامونه اخيستل، خو له دوې لار ورکه وه چې کوم خوا لاړ شي۔ دوى د جنت اودوزخ په کيسه کې نه وو، داسې فکر کيده چې دوي په خپله د دوزخ اوسيدونکي دي۔ دوي له دوزخ سره عادت دي۔
زما روح چى د دوزخ په څلور لارې کي ولاړ وو ، شيطان مي له ورايه ليده چې زما په لور را روان دى، شني سترگې يې لکه دبرښنا تيز څراغ ځليدلې، شونډ ک يې اوښ ته پاتي کيده، ږيره او اوږدې داړې يې له ورايه يو نا اشنا ځناور ته ورته وې، خو کله چې ښه را نږدي شو، ترى ومې پوښتل:
تاسې چى ځو مياشتې ترمخه ما ليدلي واست په بله څېره واست، ولې دې نن څيره بدله کړې ده؟
هغه شونډک پورته ونيوه، وې ويل: ته مې هم عجيب سړې وليدلې. که زه تل په يوه څېره وای نو کله مې کولای شول دا دخدای مخلوق چې اوس يې په دښتو او بيابانونوکې گوري، ايل اوتابع کولي شول. دې کې شک نشته چې زما څېره هره شيبه بدليږي زه د دې وس لرم چې کله د کلي دملا په څېره کې، کله هم دپېر او مرشد په څېره کې او کله هم د طالب او په نورو تېر ايستونکو لباسونو کې ظاهر شم.
پوښتم يې: ايا ته ددې خلکو له سرگردانۍ،مرگ او حلاليدو خوند اخلي؟
راته وايي: ته چې کله عجايب اوغرايب ويني اوپه خپلو سترگو يې گورې نو تاته خوند نه درکوي؟
زه وايم: عجايب او غرايب يو څه او دانسان ځورول، حلالول، او وژل بل څه دي؟
راته وايي: هغه به تاته بل څه وې. ماته هماغه د ادم اولاده ده، چې له عذابه يې خوند اخلم زه هم د دې دنيا پر سر ورته دوزخ جوړوم. او زه ترې خوند اخلم. که دا کار ونه کړم زما دوس تابيا به څنگه وشي؟ زه يو بل خدای يم، هغه خدای چې دوزخ او جنت اصلن زما په لاس کې دي. د دوزخ ټيکه داران او د جنت سوداگر زما په دې لستوڼي کي دي.
ورته حيران شوم. په روح اوروان کې مي دانسان سره دمينې او عشق اړوند يو څه را وخوځېدل. ورته غلی اوچوپ ودرېدم . خو هغه خپلې خبرې بس نه کړې دوام يې ورکړ . راته وايي :
((پوهيږې! په دې وروستيو وختونو کې مې وپتييله چې ېو تياتر جوړ کړم دا مي هوډ وکړ چې دتياتر لوبغاړي به دتياتر تماشاچيان هم وي. نو ما يو لوی تياتر جوړ کړ ، ستاسو له ملک نه مې جوړ کړ. ستاسو ملک مې ورته ستيج کړ ، زه په دې فکر کې شوم چې ددې قلمرو وگړې په دې نه ارزي چې ژوند وکړي، دوی بايد د ځمکي له سره پناه شي. چې ځمکه يې پاتي شي، په ځمکه کې يې زما کار شته ځمکه يې زما په کار ده نه دوی. دوې بايد جنت ته ولاړ شي ځکه خو مې د جنت او دوزخ لوحې ودرولي.))
زه يې خبرو حيران کړم. شيطان هم معجزه کوله .نو بيا مې له ځانه سره فکر وکړ ،تاريخونه مې ولوستل ،يوه کيسه مې ذهن ته را غله. هغه ديو عرب سر لښکر ربيع بن زياد کيسه وه. تاريخونه وايي: کله چې يو عرب سردار دسيستان او هلمند سيمو ته را ورسيد هلته د سختو مقاومتونو سره مخامخ شو. هغو ته ويل شوي وو. (الاسلام تحت السيف) اسلام د شمشير لاندي دی.
تاريخونه وايي: نو بيا يې قسم وکړ چې زه به دسيستان دخلکو په وينه ژرنده گرځوم. بايد ټول له تيغه تېرکړم، هغه خپلو وحشي لښکرو ته چې د اسلام دخپراوي په نامه راغلي وو ، امر وکړ. چې ياد امر اوسوگند عملي کړي. چې هيڅوک ژوندي پاتي نه شي. وايي د زرنج څوتنه سپين ږيري پاتي شول، هغه را پيدا کړل شول دعربو وحشي سردار ته چې ژامي يې کښته ځنگيدلي او له تنه يې دخوسا وينو بوی تللو، په وړاندې ودرول شول. سپين ږيرو يو بل ته غوږونه نژدې کړل يوه بل ته وويل :
« څوک وايي چې اهريمن دورځي نه ليدل کيږي، دادی وگوره همدا اهريمن نه دی نو څه دی ؟ »
له دې کيسې له لسو زياتې پيړۍ اوښتي دي. هماغه وحشي لښکر چې د اهريمن په لباس کي د اهريمني خوې سره، د اهريمني کردار سره بيا را ظاهر شوی وو او د دې سيمي وگړو ته يې دوزخ جوړ کړي وو، نن بيا را ظاهر شول، نن بيا ددې تراژيک تياتر ستييج ته را غلل. شيطان ورته له ليرې ولاړ دی. که هغه مهال دربيع بن زياد لښکر له لويديځ نه راغلي وو، نو نن دشيطان په قومانده له ختيځ لورې راغلي. په خلکو يې کورونه پريی ايښي دي. ماشومان ترهيدلي دي، تورسري او ميرمني اواره اوپښې ابل رواني دي. بوډا گان وژل کيږي. د زلمو د سرونو لو کيږي. او شيطان ورته دا هم وايي دا هم دجنت لاره ده او هاغه هم د دوزخ لاره ده.
شيطان چې د دوزخ او جنت په څلور لاري کې ولاړ دی ،هره شيبه خپله څېره بدلوي. هره شيبه يې قد اوږديږي . اويا ټيټيږي. کله له سترگو پناه شي کله بيا دلويي او پلنې دښتې په مخ را ښکاره شي. د اور دماشين په توکمه لاس ږدی. له سوچ نه لاندې درې تورې تر سترگو کيږي:
اورکم
اورزيات
داور لمبي او لوگي
خو هغه د لمبو اولوگو په توکمه فشار راوړي .
ورته وايم: ستاداورکم او اور لږ غوراوي څه شو ؟
هغه واېې ته زما په کوډو نه پوهيږي؟
عالم زما په کوډو نه پوهيږي ، سر يې نه خلاصيږي. زه هغه څه وايم چې نه يې کوم اوهغه څه کوم چې وايم نه يې کوم. هغه پلي کوم .
ماته خو تاسو نوم راکړي دي چې شيطان يم!
ما ستاسو نيکه ادم ته سجده ونه کړه . په ظاهر کي خو لانت شوم . خو اوس خدايي او پاچا يې زما ده. هغه لانت چې پر ما وويل شو په هغه کې هم چال اوکرشمه وه. ځکه خو دجنت اودوزخ دلوېې څلور لاري دترافيک دنده لرم. چې څوک دې خوا اوڅوک هغي خواته استوم،
زما دنده هر څوک نه شي تر سره کولي.
عاقلان په خپلو کارونو ښه پوهيږي. کښينه او زما د جوړ تياتر سيل کوه.
۶-۸-۲۱