جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال د کورونا ۱۰۰ زره مثبتې...

امریکا کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال د کورونا ۱۰۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوي

تاند (یکشنبه، د اسد ۱۷) د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې په امریکا کې کورونا ویروس یو ځل بیا مخ په ډېرېدو دی.

د وروستیو راپورونو له مخې په امریکا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د وروستیو میاشتو په پرتله په بې مخینې توګه د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ډېر شوی دی.

د جان هاپکینز پوهنتون د معلوماتو پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په امریکا کې سل زره مثبتې پېښې ثبت شوي په داسې حال کې چې وروستیو اونیو کې دا شمېره یوازې ۱۱ زره کسانو ته رسېده.

د امریکا حکومت ویلي تر هغه چې ټول وګړي د کورونا واکسین تطبیق نه کړي د دې ویروس مثبتې پېښې به مخ په ډېرېدو وي.

د معلوماتو له مخې دمګړی د امریکا شاوخوا ۷۰ سلنه وګړو د کورونا ضد واکسین تطبیق کړي دي.

تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې په مثبتو پېښو کې واکسین کړي کسان هم شامل دي او کنه.

په افغانستان کې هم د دې ویروس د درېیمې څپې له امله ښوونیز مراکز رخصت دي.

تازه د هېواد د لوړو زده ‌کړو وزارت ویلي، چې د کورونا وبا له کبله د ۱۱ پوهنتونونو، د حضوري درسونو ځنډول شوی بهیر نن بېرته پیلېږي.

لوړو زده کړو وزارت وایي چې نن یکشنبه به د کابل، کندوز، نیمروز، دایکندي، بلخ، بادغېس، کندهار، نورستان، سمنګان، پنجشېر او جوزجان په پوهنتونونو کې په حضوري توګه درسونه پیل شي.

یاد وزارت په هغو ښارونو کې چې دمګړۍ جګړه روانه ده د پوهنتونونو د بیا پرانېستې په تړاو لا تر اوسه کومه پرېکړه نه ده کړې.

لوړو زده ‌کړو وزارت په یادو ولایتونو کې داسې مهال د حضوري درسونو د بیا پیل پرېکړه کړې چې د عامې روغتیا وزارت په دغو ولایتونو کې د کورونا د مثبتو پېښو د کمېدو خبره کړې ده.

د لوړو زده‌کړو وزارت د چارواکو په وینا د نورو ولایتونو په پوهنتونونو کې به حضوري درسونه هغه مهال پېل شي، چې ټول محصلان د کورونا واکسین  تطبیق کړي او د کورونا ویروس کچه هم پکې تر ۳۵ سلنې را ټيټه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب