جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت هڅه کوي د طالبانو د ملاتړ اصلي مرکزونه نړیوالو ته...

افغان حکومت هڅه کوي د طالبانو د ملاتړ اصلي مرکزونه نړیوالو ته ور وښیي

تاند (یکشنبه، د اسد ۱۷) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې دوی د نړیوالو قطعنامو په پام کې نیولو سره له ملګرو ملتونو او امنیت شورا غوښتي، چې د طالبانو پر وړاندې اقدام وکړي او د دغه ډلې وروستي ورانکاره فعالیتونه وڅاري.

د نوموړي په خبره طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو له همدې امله د نړیوالو بنسټونو مسوولیت دی، چې ددغه ډلې پر وړاندې اقدام وکړي.

اسحاقزی وایي طالبان لا هم په پاکستان کې مرکزونه لري، امن پټنځایونه او روزنځایونه لري نو ځکه دوی هڅه کوي نړیوالو ته د طالبانو اصلي مرکزونه په ډاګه کړي.

دسرچینې په خبره پاکستان ته په کار ده چې له طالبانو سره خپلې همکارۍ ودروي او له افغان سولې سره رښتینې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان وایي دوی له افغان سولې سره رښتینې دي او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر دوی لګول شوي تورونه بېځایه دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر وایي چې هند د افغانستان په اړه د امنیت شورا په جوړه شوې غونډه کې پاکستان ته د ګډون اجازه نه ده ورکړې او دوی په دې اړه شکایت لري.

هغه وایي په دې غونډه کې پر دوی د ترهګرو د روزونکي هېواد تور لګول شوی چې بېځایه دی.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هند او ځینو نورو اړخونو وویل چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرو روزونکی دی او د افغانستان استازي ټینګار وکړ چې نړیوال باید په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو مرکزونه په نښه کړي.

د دوی په خبره پاکستان باید له سولې سره رښتینې همکاري وکړي او د جګړو له ملاتړ دې لاس په سر شي.

3 COMMENTS

  1. terrorism basically in islam barbed &in rawolpendy.
    sub base in Qiuetta,
    Peshawar/parachenar north west federal pakistan.
    MAJORITY TERRORIST GROUPS GET TRAINING IN PAKISTAN.
    LIKE JESH MOHAMMED/LASHKAR TIBBA/ALZWAHIRY LEADER OF ALQAEEIDA. HUJATUL ISLAM.
    EXACTLY JAMAAT ISLAM RAZIL RAKHMAN&SAMIULHAQ SERAJUDDIN IS PAKISTANI TERRORIS.THESE TWO GANG INVITE MORE ARABIC TO PAKISTAN AND SUPPORT THEM.
    MUST PAKISTAN RECOGNIZE AS A TERRORIST COUNTRY,
    THANK YOU

  2. سوال دلته دا پیدا کیږی چی په رښتیا نړیوالو ته دطالبانو، داعش او نوری جنګی ډلی چی د هند، افغانستان، ایران لپاره په پاکستان کی تربیه کیږی دوی ندی لیدلی او ندی ورته معلوم ، چی اوس افغان دولت یی ورته ښایی، دا داسی معنا ورکوی چی نړیوال اوس ټول ړانده شوی، آن اوس کور ته د تللو لار ورڅخه هیر شوی باید پدی اړه هم افغان دولت ورته رهنمایی وکړی،
    همدارنګه همدا نړیوال نه پوهیږی چی پدی ۴۵ کلنی د جګړی په دوران کی پاکستان د ټولو ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا په افغانستان کی له نن څخه پخوا یعنی د شهید سردار محمد داود خان څخه نیولی تر اشرف غنی پوری ټول هغه نظامونه چی د روسانو او همدارنګه د پآکستان، امریکا او برتانیی په مټ جوړ شوی تنظیمی ډلو نظامونه او بیا د طالبانو نظام چی څنګه جوړ او څنګه د ډالرو لپاره وران شو او بیا له هغی وروسته تر پوری د ټولو نظامونو په وړاندی بربنډه مداخله کوی مګر همدا نړیوالو او ملګری ملتونو امنیت شورا ځان کوڼ او ړوند اچولی خدای د وکړی چی رښتیا کاڼه او ړانده شی او په خپل کور کی دی خدا همداسی حالت ورته پیدا کړی چی د افغانانو له زړه راشی او پاکستان په وړاندی څرګند او کوټکلی ګامونه پورته کړی ترڅو د نورو هیوادونو په چارو کی مداخله ونکړی او نړی د یو کلی او یو هیواد په شکل په سوله او ثبات کی ژوند وکړی او له هر هیواد سره اقتصادی او تجارتی اړییکی پیاوړی او غښټلی شی

  3. دغه خبری ټولی بی معنی دی.
    پاکستان ډیر ښه د افغانستان د حالت څخه خبر دی.
    – سرتاسره بی اتفاقی د قوم، ژبی، مذهب او داسی نورو په نوم.
    – کمزوری مرکزی دولت چی د هیڅ چا ورڅخه حیا نه کیږی.
    – د اقتصادی بناوو نه شتون، چی باعث ددی شوی چی ټول هیواد خیرات ته ناست دی (حتی د عادی بودیجی د تمویل لپاره).
    – کمزوری پوځ، پولیس، او استخبارات، چی فکر کوم تر زیاته حده د ناپوهه، نامسلکی او کوڅه ګردو څخه یی لیکی ډکی دی. په دی خاطر دی چی په دوی کی ملی غرور او غیرت نشته او د سپیو (طالب) په راتګ میدان پریږدی او تیښتی.

    ددغه او نورو داسی فکتورونو په نظر کی نیولو سره سړی ویلی شی چی پاکستان ولی پرشا شی. د هغوی اهداف ډیر ښه مالوم دی (. د افغانستان څخه د یوه ګوډاګی جوړول او حتی پر خپلی یوی وروسته پاتی صوبی بدلول (لکه بلوچستان او یا FATA)) او داسی ښکاری چی ډیر ژر به دا اهداف ترلاسه هم کړی.

    د نوری نړۍ (په خاصه توګه د غربی نړۍ، چین، روسیی) لپاره افغانستان او د هغی خلک هیڅ معنی نه لری. په افغانستان (او د افغانستان په څیر نورو وروسته پاتی او د جاهله خلکو څخه ډک ملکونو) کی سوله او جنګ د دوی د لوبی یوه برخه ده. داسی فکر وکړی چی په دغه هیوادونو کی د اسلیحی د جوړولو ستر شرکتونه وجود لری چی سلګونو زره خلک پکی کار کوی. د دوی لپاره دا مهمه ده چی دغه اسلیحی چی دلته تولید شوی، خرڅی شی. مهمه نه ده چی چیرته استعمالیږی (په افغانستان کی، په سوریه کی، په یمن کی، په مالی کی او …)

    هر څوک چی په دی تمه ناست دی، چی خارجی ملکونه (امریکا، بریتانیا، چین، روسیه …) به راشی او تاسی به د طالب (پاکستانیانو) د شر او وحشت نه وژغوری، نو نور به هم مایوسه شي. مسوؤلیت یواځی د خپله افغانانو په غاړه وو او دی. باید ملی قیام وشی، سړی او ښځی وسله په لاس د دی ځناورو په وړاندی ودریږی او د اوسنی نظام (سره ددی چی پکی زیات فاسد، خایین او جاهله خلک هم شته لکه پخوانی مجاهدین او ټوپکسالاران) څخه دفاع وکړی. بله هیڅ لاره نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب