جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزتاریخاډولف هټلر

اډولف هټلر

محمد هارون شفيقي

لومړنى ژوند:

اډولف هټلرد ۱۸۸۹ د اپرېل په ۲۰مه د اسټريا په برانوا كې د ان ويالې پرڅنډه په يوه وړوكي ښار كې زېږېدلى.

پلاريې آلويس هټلر د هټلر له زېږېدنې وروسته له خپلې كورنۍ سره د اسټريا بل ښار لينز ته ولاړل.

هټلر په لينز ښار كې ښوونځى ووايه، په لومړيو كې دى يو تكړه زده كوونكى و، خو په ليسه كې بيا يو كمزورى زده كوونكى و، د هټلر اكادميكو هڅو يې پلار نا هيلى كړى و، ځكه پلار يې غوښتل چې هټلر به د ده په څېر يو دولتي مامور شي، خو هټلر غوښتل چې يو هنرمند شي، په ۱۹۰۷ كې هټلر د اسټريا ويانا ښار ته لاړ تر څو د خپل هنرمند كېدو خوب پوره كړي.

د نوموړي دا خوب هغه مهال له خاورو سره يو ځاى شو، چې د هنرونو اكادمۍ ته كامياب نه شو.

په همدې كال د هټلر مور مړه شوه او هټلر پرېكړه وكړه چې په ويانا كې به اوسي. يو كال وروسته يې بيا د هنرونو اكاډمۍ ته ازموينه وركړه، خو بريالى نه شو. هغه په ويانا كې يو منظم كار نه درلود، چې دى له اقتصادي پلوه په پښو ودروي، هغه به وړوكي وړوكي كارونه تر سره كول او په ډېره ارزانه خونه حتى د پارك په څوكيو كې به يې شپې تېرولې او ډېرى مهال به يې د خيراتونو ډوډۍ خوړلې.

كركه او لومړۍ هڅې:

كله چې هټلر په ويانا كې اوسېدو نو له جرمنيانو پرته يې نور ټول خلك بد ايسيدل، هټلر اسټريايۍ و، خو په جرمنۍ يې خبرې كولې، ځكه يې ځان جرمن ګڼلو. ده به په اسټريايي حكومت ملنډې وهلې ځكه ۸ ژبې يې رسمي اعلان كړې وې، د هټلر په ګومان هېڅ دولت هم چې نژادي ډلو ته يې پوره حقونه وركړي وي نه شي كولاى اوږد ژوند وكړي.

په ۱۹۱۳ كې هټلر د جرمني مونيخ ښار ته لاړ، كله چې په ۱۹۱۴ لومړۍ نړيواله جګړه پېل شوه نو دى د جرمني په پوځ كې داوطلب كار ته چمتو شو، چې نوموړي ته د خط او خبر رسوونكي دنده وركړل شوه. دا يو خطرناك كار و چې د نظامي قوماندانۍ څخه به يې احوال د جګړې لومړي خط ته رسولو.

هټلر پينځه وړوكي مډالونه او يو ډېر لوړپوړه مډال واخيست، خو له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته يوازې د فرقه مشر رتبې ته ورسېد.

كله چې لومړۍ نړيواله جګړه پاى ته ورسېده نو هټلر په يوه روغتون كې د سترګو د ناروغۍ له كبله تر درملنې لاندې و، چې په جګړه كې د زهرجن ګاز له كبله ورته پېښه شوې وه. كله يې چې د جرمني تسليمېدل واورېدل نو ډېر خپه شو.

د وارسا تړون چې لومړۍ نړيواله جګړه يې پاى ته ورسوله، د جرمني ډېره سيمه يې ترې ونيوله، جرمنيان يې وسلې ايښودلو ته يې اړ كړل او د جګړې لوى تاوان يې پرې ومانه.

نازي ګوند او بوختياوې:

له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته جرمني ډېر لوى قرض پر اوږو درلودو او په ميليونونو خلك يې بې كاره وو. په ۱۹۱۹ كې هټلر د جرمنيانو كارګر ګوند ته ننوت. په ۱۹۲۰ كې دا ګوند د جرمني د ملي سوسيالست كارګر يا (نازي) په نامه مشهور شو او خپل لومړى پروګرام يې خپور كړ چې (۲۵ نومرې) نومېدو.

په پروګرام كې نازيانو په جرمني غږ كړى و چې د يوه ملت په توګه سره متحد شي، يو قوي مركزي حكومت رامنځ ته كړي او د وارسا تړون لغو كړي.

په ۱۹۲۱ كې هټلر د نازي ګوند مشر وټاكل شو او ډېر زيات خلك يې غړي شول، دا ټول د هټلر د خبرو اغېز و چې په وينا كې يې خاص مهارت درلود. هټلر يوه ډله پوځيان د نازي ګوند لپاره جوړ كړل چې د توفان جنګيالي نومېدل او خړې جامې يې درلودې، هغوى د دې لپاره رامنځ ته شول چې د هغو ډلو سره جګړه وكړي چې د نازي ګوند د لاريونونو او ويناوو مخه نيسي.

د ۱۹۲۳ د نوومبر په ۹مه هټلر له ۲۰۰۰ څخه زيات توفاني جنګيالي د وقت پر (بوواريان) حكومت ور مارش كړل او غوښتل يې د مونيخ حكومت را نسكور كړي، د نوموړي دا كودتا ناكامه شوه، هټلر ونيول شو او د پينځو كالو بند پرې وخوت. په زندان كې نوموړي يو كتاب وليكلو چې (زما مبارزه) نوم يې پرې كېښود.

په نوموړي كتاب كې ده د جرمني د راتلونكې لپاره خپل پلانونه بيان كړل، ده يوازې ۹ مياشتې په زندان كې تېرې كړې او خوشى شو او د نازي ګوند په بياجوړولو يې پيل وكړ.

دى پوه شوى و چې د قدرت تر لاسه كولو لپاره له زور او جګړې څخه نه بلكې له قانوني لارې كار واخيستل شي، نوموړي يو شخصي ساتونكى درلود چې شوت ستافل (د ځينو مورخينو په نظر دا هماغه كس دى، چې له ځان وژنې وروسته يې د هټلر مړى سوځولى و) نومېدو.

په ۱۹۲۹ كې نازي يو وړوكى او بې خونده سياسي ګوند و. په همدې كال د وال سټريټ نښتې او پخوانيو عقدو هټلر او نازي ګوند ته د قدرت واګې په لاس كې وركړې.

هټلر د يهودانو او كمونستانو پر خلاف غږ پورته كړ او دواړه يې د جرمني لويې ستونزې وبللې، نوموړي ژمنه وكړه چې جرمني به له يهودانو او كمونستانو خلاصوي او د اروپا جرمن ژبه ويوونكي به سره يو كوي.

برياليتوب او ديكتاتوري :

د ۱۹۳۲ د جولاۍ په ټاكنو كې نازي ۴۰ سلنه رايې تر لاسه كړې او د جرمني تر ټولو پياوړى ګوند شو، د ۱۹۳۳ د جنوري په ۳۰مه ولسمشر پاول ون هندنبورګ هټلر د جرمني د حكومت مشر يا لومړى وزير وټاكلو.

له دې څوكۍ څخه په كټې هټلر د دكتاتورۍ پر لور روان شو، كله چې هندنبورګ په ۱۹۳۴ كې مړ شو، نو هټلر چې له پخوا څخه يې د ټول جرمني واك درلود ځان (فرهر) يا يوازينى واكمن اعلان كړ.

د هټلر تر سيوري لاندې هېڅ آزادي نه وه، حكومت د ژوند هر اړخ كنټرولاوه، هټلر ډېر پياوړى پروپاګند وكړ تر څو ملت يې دا نظريه ومني چې په جرمني كې بايد يو بشپړ آريايي نژاد وساتل شي. د هټلر دا پلان د دې سبب شو چې يهودو، روميانو او تورپوستانو ده ته د لېوني خطاب وكړ. د نوموړي دا پلان د (وروستى حل) په نامه يادېدو

دوهمه نړيواله جګړه او د هټلر وروستۍ ورځې :

په ۱۹۳۹ كې دوهمه نړيواله جګړه پيل شوه او هټلر په پولند د دې لپاره بريد وكړ چې جرمني ژبه ويوونكي ټول سره يو كړي، همدا مهال د وژنې كمپونه په جرمني، پولنډ او روسيه كې جوړ شول.

ډېرو خلكو كوښښ وكړ چې هټلر ترور كړي، چې تر ټولو ډراماټيكه هڅه يې د (جولي پلاټ) وه. د ۱۹۴۴ د جولاۍ په ۲۰مه كله چې ډګروال كلاوس ون ستاوفنبورګ چې د هټلر يو نظامي كنفرانس كې برخه وال و، تر مېز لاندې يې په يوه بكس كې بم كېښود چې په چاودنه كې يې څلور كسه مړه او لس نور ژور ټپيان شول، خو هټلر يوازې څو واړه ټپونه واخيستل.

د ۱۹۴۵ په جنوري كې د شوروي پوځونه جرمني ته ننوتل، دا وړانديز شوى و، چې هټلر بايد وتښتي، خو هټلر د خپل نيول كېدو نظريه رد كړه، نوموړي داسې كيسې اورېدلې وې چې شوروي پوځونه به يې په قفس كې بند كړي او د جرمني په كوڅو به يې وګرځوي. له دې بې شرمۍ څخه د خلاصون لپاره هټلر ځان وژنه وكړه. له مرګ دوه ورځې مخكې يې له ايوا براون سره واده وكړ، هغې هم پرېكړه وكړه چې له ده سره به ځان وژني.

د ۱۹۴۵ د اپرېل پر ۳۰مه شوروي پوځونه د هټلر له شخصي زېرمتون څخه ۳۰۰ متره لرې وو، هټلر ماته حتمي ګڼله، نوموړي خپله ټوله شتمني د نازي ګوند په نامه پرېښې وه.

له خداى پامانۍ وروسته هټلر او ايوا براون يوې شخصي خونې ته لاړل او (سايانايډ) زهر يې وخوړل. هټلر ځان په ګولۍ هم وويشت، مړى يې وروسته وسوځول شو او ايرې يې د دولتي ماڼۍ لاندې خښې شوې او اووه ورځې وروسته جرمني تسليم شو.

اخځليك:

د نړۍ لنډ تاريخ.

ګنجينه دانش، محمد رضا خلخالى.

Wiklipedia

——————————

د هیتلر په اړه نور مطالب

د هیتلر محاکمه په فلم کې انځورېږي

فاشیزم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب