جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+په کابل کې د تجربي فلمونو فسټیوال جوړ شو

په کابل کې د تجربي فلمونو فسټیوال جوړ شو

تاند- په کابل کې د آوانګارډ د تجربي فلمونونو لومړنی فسټيوال جوړ شو.

دغه فسټيوال د افغان فلم ریاست له لوري جوړشوی و، چې ۳۳ لنډ، مستند، او انېمېشن فلمونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.

د دو رنګه په نامه فلم چې ډایرکټر یې سراج بیات دی، د دغه فسټیوال لومړی مقام وګاټه.
نوموړی وایي، چې پر خپل فلم یې ۶ میاشتې کار کړی. ده په خپل فلم کې د یوې لور او پلار ژوند مستند کړی و.
د افغان فلم ادارې رییسه صحرا کریمي وايي چې ددغه فسټیوال د جوړېدو لویه موخه دا وه،چې هغو کسانو ته د فلم جوړولو موکه ورکړل شي،چې فلمونه جوړولای شي، خو امکانات او آسانتیاوې یې نه لري.

صحرا کریمي وویل:” داسې کسان شته چې په ذهن کې یې یوه مفکوره پيدا کیږي او خوښېږي یې چې په ډيرو کمو امکاناتو سره فلم جوړ کړي. ډیری دا وړ کسانو د فلم جوړونې څانګه نه ده لوستې، نو آیا هغوی حق نه لري چې فلم جوړکړي.؟”

بل خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست محمد قاسم وفايي زاده وویل،چې د تجربي فلمونو ښېګړه دا ده چې فلم جوړول د محدودونوکسانو له ولکې راباسي او هرڅوک پکې د فلم جوړول تجربه کولای شي.

ددغه فسټیوال د ډیری ګډونوالو دا د فلم جوړولو لومړنۍ تجربه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب