د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د پخواني وزیر امیرزي سنګین کتاب «زه او مخابرات» په اتلسو څپرکو او ۵۰۰ مخونو کې په پښتو او دري ژبه چاپ شو. په دغه اثر کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان د مخابراتو، معلوماتي ټکنالوژۍ، انټرنټي شبکو او موبایل خدمتونو پرمختګونه، ستونزې، ننګونې او لاسته راوړنې په مسلکي ژبه بیان شوې دي.
د کتاب لیکوال امیرزی سنګین د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت په دوو دورو کې د لسو کلونو لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر او له دې وړاندې دوه کاله د یاد وزارت ستر سلاکار و.
نوموړی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ برخې متخصص او نړیوال کارکوونکی دی چې د نړۍ په شاوخوا لسو هېوادونو کې یې د مخابراتي شرکتونو او ټکنالوژیکو پروژو د مشر، متخصص او انجینر په صفت کار کړی دی.
دا کتاب په کابل کې سمون خپرندویې ټولنې هم مهاله په دري او پښتو ژبو خپور کړی او ډېر ژر به له هېواده بهر په انګلیسي ژبه هم خپور شي. امیرزی سنګین د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکی دی او نوموړي ته په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو او معلوماتی ټکنالوژۍ د بنسټګر په سترګه کتل کېږي چې د وزارت په ۱۲ کلنه کاري دوره کې یې محسوسې لاسته راوړنې درلودې او افغانستان یې د موبایل خدمتونو او فایبر نوري شبکې له لارې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وصل کړ.
دا کتاب په عمومي ډول لوستونکي ته دا ځواک ورکوي چې څنګه په سختو حالاتو کې خپلو ټاکلو موخو ته ورسېږي او د خپل مسلک په برخه کې نورو ته د غوره خدمت جوګه شي.
د کتاب لیکوال ښاغلی سنګین د اورګون ولسوالۍ له یوې لرې پرتې سیمې د خپل پلار په مرسته له یوه ستونزمن ژونده په زده کړو پسې وځي، په کابل او بیا لندن کې مسلکي زده کړې کوي، له فراغت سره بېرته هېواد ته را ستنېږي، خدمت کوي، خو له کورنیو جګړو سره بېرته کډوال کېږي، بېلابېلو هېوادونو کې دندې اجرا کوي، په یوه نړیوال مسلکي شخصیت اوړي، په ۲۰۰۱ کال بې له کوم ګوندي او سیاسي ملاتړ یوازې له خپل دیپلوم، مسلک او تجربې سره خپل هېواد ته راځي، مخابراتو وزارت کې عادي کار پیلوي، وروسته د ښه کار په سبب د دوو دورو لپاره د مخابراتو وزیر پاتې کېږي او د خپلو خلکو په زړونو کې ځای پیدا کوي.
توبه توبه
ته وګوره دی وطن کی د کار خلک او مسلکی تحصلیکرده هم پیدا کیږی، لکه امیرزی او عجیبه دا چی د کرزی وخت کی یواځنی خدمتګار وزیر و
او تاند لا وګوره چی دا ورته عجیبه ښکاری چی د پکتیا یوی لری سیمی ځخه دومره لیاقت ته رسیدلی. وروڼو ځان خبر کئ پکتیا په سلګونه لایق کادرونه دی وطن ته روزلی په طب، انجنیری، زراعت، مخابراتو، نظامی چارو، حقوقو، ادبیاتو،فضانوردی… کی ډیر زیات کادرونه لری نو تاند دی پوه شی چی پکتیا د استعدادونو سیمه ده.
خو ګورو به چی د ده کړی خدمت او د هغه لاسته راوړنی به څو کاله دوام وکړی؟
دست آورد سنگین فقط ایجاد ریاست های مخابراتی آن هم به ارزش میلیون ها دالر که از آن سود شخصی داشت بود و بس !
همین حال اگر به وزارت مخابرات سر بزنید شما را به هوای ۶۰ سال قبل میبرد !
دست آورد های آقای سنگین به مراتب بیشتر از دست آورد های آقای عبدالله عبدالله قرآن خور و همکاران سیاسی اش است. در هفت تا هشت سال گذشته این اداره بدست دزدان آقای عبدالله چون فهیم هاشمي و امثال آن قرار داشت. فهیم هاشمی به جرم دزدی از قرارداد های حکومت امریکا و افغانستان تا هنوز در لست سیاه آن کشور قرار دارد. ولی افغانستان کشور بی پرسان است. آقای دبل عبدالله یک دزد شناخته شده بیت المال افغانستان را به همچو یک مقام معرفی کرد. حال باید کاستی های این افراد هم به گردن آقای سنگین انداخته شوند. چه عجب!!!!