شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهنبيل: ' اى ايس آى' لوېديځو ولایتونو ته د ايرانۍ جيش العدل...

نبيل: ‘ اى ايس آى’ لوېديځو ولایتونو ته د ايرانۍ جيش العدل ډلې جنګیالي لېږلي

تاند(يکشنبه، اسد١٧) – د زرنج ښار له سقوط وروسته د ملي امنیت ادارې پخوانى مشر رحمت الله نبيل د کره اطلاعاتو پر اساس وايي، چې د پاکستان استخباراتي ادارې اى ايس آى د وسله والو طالبانو د ملاتړ لپاره نيمروز، هرات او فراه ولایتونو ته د ايران د افراطي ډلې جیش العدل لږترلږه ٦٠٠ جنګیالي لېږلي دي.

هغه په خپل فېسبوک پاڼه ليکلي: “د باوري سرچینو د اطلاعاتو په اساس، سره له دې چې د ايراني سني/مذهبي افراطي ډلې جیش العدل (چې د ایران پروړاندې جنګېږي) او د افغان طالبانو ترمنځ اختلاف شتون لري،  د پاکستان آی ایس آی ادارې شاوخوا ٦٠٠ تنه  د جیش العدل جنګیالي د بلوچستان له د البندین، ​​نوشکي ماشکیل او پنجګور څخه د افغانستان نیمروز، هرات او فراه ولایتونو ته د نظامي تجهیزاتو سره د افغان طالبانو سره د مرستې لپاره لېږلي دي.”

د زرنج ښار له سقوط وروسته اوس ايراني چارواکي وايي، د سيستان په ميلک سيمه کې يې له افغانستان سره خپله پوله تړلې او نږدې ٢٧٠ کانټينرونه يې بېرته ايران ته ګرځولي دي.

ويل کېږي د زرنج په سقوط سره هممهاله له نيمروزه د ايران لوري ته د افغانانو د پناه وړلو لړۍ پيل شوه چې بالاخره ايران خپله پوله وتړله خو راپورونه وايي چې د پولې تړلو سره سره يو زيات شمېر افغانان ايران ته اوښتي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب