جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهچارواکي: کومانډو ځواکونو په کندوز ښار کې تصفیوي عملیات پیل کړي

چارواکي: کومانډو ځواکونو په کندوز ښار کې تصفیوي عملیات پیل کړي

تاند(يکشنبه، اسد١٧) – د کندوز ښار د ځينو سيمو له سقوط سره هممهاله د ځانګړو عملیاتو قول اردو وايي، په ښار کې دننه د وسله والو طالبانو پر ضد تصفیوي عملیات پیل شوي دي.

دغه قول اردو زياته کړه، د عملیاتو په ترڅ کې ځواکونو د جنرال عبدالرازق څلور لارې او د ملي راډیو تلویزیون ودانۍ له طالبانو پاکې کړې.

د کومانډو ځواکونو قوماندان تاج محمد وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سختو جګړو له امله يې دښمن ته زیاته مرګ ژوبله اړولې ده او د سيمې خلکو ته ډاډ ورکوي چې د ښار دفاع به کوي.

د دغو عملیاتو پر مهال د غاليو يو مارکېټ هم اور اخيستى دى.

په داسې حال کې چې د طالبانو ویندوی وايي د دوی وسله والو کندوز ښار نیولی دی، په ښار کې اخیستل شوې ویدیوګانې تورې لوخړې او اورونه ښيي.

بې شمېره دوکانونه سوځېدلي او ښاریان یو خوا بله خوا په تېښته دي. اکثره نه پوهیږي کومې خوا ته لاړ شي.

له کندوز مخکې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې هم د خلکو هټۍ په اور کې وسوځېدې.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې کندوز ښار ته یې تازه دمه کومانډو ځواکونه لېږلي دي. دا وزارت وايي چې ښار به ډېر ژر له طالبانو پاک شي.

راپورونه وايي، چې په کندوز ښار کې له  جګړو سره سره د ولایت مقام، د ملي امنیت ریاست، امنیه قومنداني، هوايي ډګر، ښاروالي، بالاحصار او نورې ادارې د افغان ځواکونو په ولکه کې دي.

ياده دې وي، چې تر دې مخکې وسله والو طالبانو دوه ځلې کندوز ښار نیولی و خو د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې بېرته د افغان حکومت تر کنټرول لاندې راوستل شو.

کندوز د افغانستان په شمال کې له مزارشریف وروسته تر ټولو لوی او مهم ښار دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب